د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر خان جان الکوزي او احمد شکیب احمدیار، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د اتاق د نظارت پلاوي رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري، د غزني ولایتي اتاق رئیس، د عامل پلاوي د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې، د څانګو آمرینو او د اتاق کارمندانو پکې ګډون درلود، د مدیره پلاوي غړیو ښاغلی میرویس هوتک د اتاق د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي او رسما يې په خپل کار پیل وکړ.


ښاغلي هاشمي په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د ښاغلي هوتک ګمارنه به  هغه تشه چې د تیر یو کال راهیسې يې شتون درلود ډکه کړي. او دا چې نوموړی به د ریاست او د تخنیک او پالیسۍ معاونیت سره په همغږۍ خپلو دندو او هڅو ته دوام ورکړي.


ښاغلي خان جان الکوزي میرویس هوتک ته ددی بریا په تړاو د مبارکۍ ویلو تر څنک، له نوموړي څخه وغوښتل چې د ریاست او معاونیت سره په همغږۍ کې د اتاق د پراختیا او لاښه والي په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


ښاغلي قلندري وویل چې دا ډیر اړین بست دی او د ښاغلي هوتک څخه يې وغوښتل چې د مرکزي او ولایتي اتاقونو د وړتیا لوړونې او د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.


ښاغلي هوتک د اتاق د مالي او اداري چارو د ښه پرمخ بیولو په تړاو د خپلې هر اړخیزې تیارۍ یادولو تر څنګ د عامل پلاوي د همکارۍ غوښتونکی شو.


ښاغلی هوتک د لوړو زدکړو او ۱۲ کاله تجربې لرونکی شخصیت دی. نوموړي په ازموینه کې عالي نمری ترلاسه او د اتاق د اجرائیه کمیټې د تایید څخه وروسته معرفي او په خپل کار يې پیل وکړ.