د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال د نفتي مواد او اوبلن ګاز واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې نن د نفتي موادو او اوبلن ګاز د یو شمیر واردوونکو سره ولیدل او د هغوی د شته ستونزو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړی.
 
په دی غونډه کې سوداګرو د هېواد په یو شمیر بندرونو په ځانګړې توګه د حیرتان په بندر کې د ټانکرونو په توقف اندیښنه څرګنده او د اسلام قلعه په څیر يې د اور لګیدنې خبردارې ورکړ.
 
هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه وغوښتل چې د هغوی د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي او په دی برخه کې يې د اتاق د کړو همکاریو ستاینه وکړه.
 
د نفتي موادو او اوبلن ګاز واردوونکو خبردارې ورکړ چې که چیرې همدا حالت دوام وکړي نو د هېواد په بازارونو کې به د نفتي موادو بیه لوړه او خلک په متضرر شي.
 
ښاغلي شفیق الله عطايې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی چې د سوداګرو او واردوونکو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي او دا ځل هم اتاق ژمن دی چې یاده ستونزو د حکومت اړونده ادارو سره شریکه او د حل لاره ورته ولټوي.
 
د غوڼدې په پای کې ښاغلي عطايې د واردوونکو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په کتبي ډول اتاق ته راولیږي تر څو اتاق يې د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لارې ورته ولټوي.