د افغانستان د مرکزي بانک پریکړې په اړه د افغان صرافانو احتجاج دوام لري

د افغانستان د مرکزي بانک پریکړې په اړه چې د صرافۍ هډېګانې (دوکانونه) باید د پولي خدمتونو په ‏شرکتونو بدلې شي، د افغانستان د صرافانو سراسري شورا د سلواغې د ۱۸مې نیټې څخه راپدی خوا په ‏احتجاج لاس پوری کړی او د انفرادي جواز پر بنسټ د بیا کار او فعالیت غوښتنه کوي.‏
 
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې مرکزي بانک د صرافانو ‏وړاندیزونو په نظر کې نیولو پرته د انفرادي جوازونو توزیع او تمدید لغوه کړی چې دا کار هغوی ته د ‏اداري او بانکي ستونزو سبب ګرځیدلې دی. ‏
 
په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د صرافۍ او پولي خدمتونو ټولې هډې باید د شنبه د ورځې څخه ‏وتړل شي تر هغو چې د مرکزي بانک سره د صرافانو ستونزه پای ته نه وي رسیدلې.‏
 
دغه شورا د جواز او نورو قانوني مسائیلو پر بنسټ، غواړي چې د پولي خدمتونو د جواز اخیستل باید ‏اختیاري وي. ‏
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صرافانو د غوښتنې د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي ‏جمهوري دولت څخه دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودو غوښتونکی دی. ‏
 
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د الکترونیکي او معیاري سیستم د نه شتون له امله، د حوالې خدمتونه په ‏افغانستان دننه او دباندی د صرافۍ د همدی خصوصي دوکانونو په واسطه ترسره کیږي.