د افغان زعفرانو لمړی نندارتون په کابل کې جوړ شو

د زراعت، مالدارۍ او اوبو ورکونې وزیر ښاغلي ډاکټر انورالحق احدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، دولتي چارواکو، د خصوصي سکتور، تولیدي، صنعتي او سوداګریزو شرکتونو استازیو د افغان زعفرانو په ځانګړي نندارتون کې چې په کابل کې په لاره اچول شوی وه، ګډون وکړ.

ښاغلي احدي وویل چې په روان لمریز کال کې ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي دي او دغه وزات ژمن دی چې په راتلونکي کال کې به د زعفرانو په کیفیت، پروسس، بسته بندۍ او زیاتوالي په برخو کې کار وکړي.

ښاغلي هاشمي د زعفرانو د زیاتوالي په اړه د خبرو کولو ترڅنګ؛ د زعفرانو تولیدي شرکتونو څخه د زعفرانو د معیاري بسته بندۍ په تړاو مننه وکړه او هغوی يې دی ته وهڅول چې په دی برخه کې لاډیرې هلې ځلې وکړي. نوموړي افغانستان ته د ایراني زعفرانو قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده او زیاته يې کړه چې دا کار د افغاني تولیداتو په کیفیت باندی خورا ناوړه اغیزه لري.

نوموړي د زراعت، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه وغوښتل چې د اندونیزیا، مالیزیا، اروپايې او امریکايې هیوادونو ته د افغان زعفرانو صادرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "په افغان صادراتو باندی د کرونا ویروس د ناوړه اغیزو سره سره، خصوصي سکتور هڅه کړی چې د صادراتو په ټپه ودریدو مخه ونیسي. موږ د روان لمریز کال په لمړۍ ربع کې ۴۰ میلیونه ډالر، د دریمې ربع تر رارسیدو پوری ۸۰۰ میلیونه ډالر او تمه ده چې د روان لمریز کال تر پایه زموږ د صادراتو کچه تر یو میلیار ډالرو پوری ورسیږي. پاکستان او هندوستان ته د افغان تازه میوو او سبزیجاتو صادرول زموږ د صادراتو ډیره برخه جوړوي."

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست سرپرست ښاغلي محمد مصطفی مجیدیار وویل چې دوی د افغان تولیداتو په ځانګړې توګه افغان زعفرانو ته د بازار موندنې په موخه منظمې طرحې جوړې کړي او د سوداګریزو څانګو سره يې شریکې کړې هم دي.

په دی نندارتون کې د افغانستان د لراوبر څخه ۴۰ سوداګریزو، صنعتي او تولیدي شرکتونو خپل محصولات نندارې ته کیښودل.