د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د هندوستان سوداګریز پلاوي سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د هندوستان سفارت د سوداګریز پلاوي مشرتابه ښاغلي ویبو تریپاتي سره د مدیره پلاوي په کاري دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې په هندوستان کې د افغان سوداګرو په شتو ستونزو او ننګونو خبرې وکړی.

ښاغلي مهمند وویل "افغان زراعتي تولیدات د هنګ تصدیق پاڼې نه لرلو له امله د هندوستان په ګمرک کې ځنډول شوي او هندوستان هیواد ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي او بله دا چې د هندوستان سفارت له خوا افغان سوداګرو ته بیړنۍ او اوږدمهاله ویزې نه ورکول یوه بله ستره ستونزه ده. موږ د هندوستان سفارت سوداګریز پلاوي څخه په خورا درنښت هیله کوو، چې د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې کوټلي ګامونه پورته او لازمي آستانتیاوې رامنځته کړي."

ښاغلي صافي د سیمې هیوادونو سره په نیکو اړیکو لرلو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې په هندوستان کې هیواد کې باید افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.

په کابل کې د هندوستان سفارت سوداګریز پلاوي د افغانستان خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د خپلو همیشنیو همکاریو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې د اتاق مشرتابه پلاوي له خوا مطرح شوې ستونزې به د خپل حکومت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.