د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې دیارلسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې دیارلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او ‏پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ‏ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره ‏پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید ‏جاوید برهان او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي په ګډون د مدیره پلاوي په کاري دفتر کې ‏ترسره شوه. ‏
 
د مدیره پلاوي د دارالانشاء ریاست له لوري ګډونکوونکو ته اجنډ وړاندی کړې شوه او د اجرائیه کمیټې ‏او عامل ریاست پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.