د سوداګرۍ د لاښه والي په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او ورسره پلاوي په هرات کې مشورتي ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندې، د اتاق د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي او  د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نورو غړیو په هیواد کې د سوداګرۍ د پراختیا او لاښه والي په موخه یوه مشورتي ناسته وکړه.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په هرات ولایت کې د شتو سوداګریزو او پانګه اچوونې فرصتونو په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې او د هیواد د اقتصادي پراختیا او لوړتیا په هکله يې خپل ارزښمتن وړاندیزونه وکړل.

ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي د هیواد د اقتصادي لوړتیا په موخه د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او تر څنګ يې په هیواد کې د شتو سوداګریزو او پانګه ایزو ستونزو د له منځه وړلو او اقتصادي لوړتیا په تړاو خپل ارزښمتن نظرونه څرګند کړل.