د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې خپله دولسمه ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې خپله دولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندې، د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیر الدین مایل احمدي، د مدیره هیت د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي په ګډون د مدیره هیت په کاري دفتر کې وکړه.

د اجنډا موضوعګانې د ښاغلي خان محمد سرفراز باز له خوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوې. په دی ناسته کې د ولایتي اتاقونو د ستونزو، وړاندیزونو، د مرکزي اتاق د کارونو د لا ښه والي، د اجرائیه کمېټې او عامل پلاوي وړاندیزونو په اړه پریکړې وشوې.