د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې غونډې په ترڅ کې د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.

ددی تفاهملیک پر بنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اتحاديې سره یو ځای د سوداګرۍ د پراختیا په موخه؛ ګډو سوداګریزو نندارتونونو جوړولو تر څنګ کورني او بهرني پانګه اچوونکي په هیواد کې پانګه اچوونې ته هڅولې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او  پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې او د هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتحاديې ریس ښاغلي حزب الله الفت دغه تفاهملیک لاسلیک کړ.