د افغانستان د مدني ټولنې له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د کړنو ستاینه

د مدني ټولنې مشرتابه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د ښاغلي خان محمد سرفراز باز سره د لیدنې په ترڅ کې د هغه د ډیرو کلونو د هلو ځلو ستاینه وکړه.

په دی لیدنه کې د مدني ټولنې ریس ښاغلي فرید فضلي ژمنه وکړه، چې د دوه کلونو لپاره ۵۰ هغو اشخاصو ته د زدکړو زمینه برابروي، چې په هیواد کې دننه د زدکړو مالي توانایي نه لري.

ښاغلي باز هم د مدني ټولنې د ښو کړنو او د ولس غږ رسونې څخه د یادونې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د د مدني ټولنې څخه به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي او د اوونیزې خپرونې د پراختیا په موخه به هر اړخیزه همکاري کوي.