د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ننګرهار د اتاق نوې رهبرۍ غړو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئيس ښاغلي ګل مراد عرب او د هغه ولایت د اتاق د نوې رهبرۍ له غړو سره ولیدل او د ننګرهار اتاق د مشرتابه په کچه د تازه بدلونونو او اړوند موضوعګانو په اړه یې خبرې وکړې.

محترم ګل مراد عرب، د اتاق عمومي رئيس ته د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د 1399 کال د وږي مېاشت 5مې نېټې د رڼو ټاکنو، چې په پایله کې یې د ګډونوالو په اکثریت رایو سره د هغه ولایت د اتاق مدیره هیئت رئیس او غړي وټاکل شول او همدا راز د نوي مشرتابه پلاوي کاري پروګرامونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د ننګرهار اتاق نوي مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغه ولایت د اتاق د رڼو ټاکنو ترسره کیدو او نوې رهبرۍ له تعیین څخه خوښي وښوده. نوموړي د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا برخه کې د هغه اتاق له نوي ټیم سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له همکارۍ او د هغوی له کاري برنامو د ملاتړ ډاډ ورکړ.