د افغانستان د خونو فدراسیون د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په ګډون او ځانګړو مراسمو ترڅ کې پرانستل شو

هغو مراسمو کې چې په همدې موخه دوشنبې ورځ د 1399 د تلې په 7مه نېټه د جمهوري ریاست چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول، جلالتماب جمهور رئیس د افغانستان د خونو د فدراسیون د پرانستې د مبارکۍ ترڅنګ، د خصوصي سکتور پياوړتیا د دولت له سترو موخو وبلله.

دغه مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍاو پانګونې اتاق په استازیتوب ګډون او وېنا وکړه.


ښاغلي مهمند، د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام، خصوصي سکتور او د کابېنې غړو ته د افغانستان د خونو د فدراسیون پرانستل کېدو مبارکي وویله او په خبره یې ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له نږدې یوې پېړۍ فعالیت د خصوصي سکتور اوچت غږ ، د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړی دی او د دولت اقتصادي او تجارتي پالېسیو کې یې کلیدي نقش لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د خونو فدراسیون له جوړیدو ستاینه او ملاتړ کوي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د قانوني چوکاټ مطابق په دغه فدراسیون کې تر ټولو ډېر غړي لري خو، په هیڅ صورت باید د فدراسیون د فعالیتونو او مسوولیتونو چارچوب د بازار اقتصاد د نظام اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو سره ټکر کې نشي، بلکې دا بنسټ د اتاقونو د چارو یو همغږي کوونکي او انسجام کوونکي او د نورو خونو د اجراییوي او اقتصادي فعالیتونو د اسانتیاوو برابرونکي واحدې مرجع په توګه کار وکړي.

ښاغلي مهمند، همدا راز یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دغه فدراسیون د یو عمده غړي په حیث، د یو معتبر او تجربه لرونکي بنسټ او انعطاف منونکي روحیې سره د خصوصي سکتور د فعالیتونو د تقویت او پراختیا همکارۍ زیاتوالي ته ژمن دی.