پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د ننګونو په تړاو د عامه او خصوصي خبرو غونډه وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حرکت ادارې په همکارۍ پاکستان هېواد سره په تجارت او ټرانزیټ کې د ننګونو په هکله د عامه او خصوصي خبرو اترو ناسته چې، د پاکستان په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داووزي او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلو د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند، د پانګونې مرستیال سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء مشر خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئيس شیرین آغا سخي، د اتاق د مدیره پلاوي غړو خانجان "الکوزي"، احمد ضیاء عظیمي "شینوزاده"، احمد شکیب "احمدیار"، جان آقا "صادقي" او محمد "گردیزي" د حرکت ادارې مشر نورعالم "حکیمیار"، د اتاق د عامل پلاوي رییس سید زمان "هاشمي" د بېلابېلو اتاقونو رییسانو او د خصوصي سکتور یو شمېر غړو او خبرېالانو په کې ګډون درلود، د کابل سرینا هوټل کې ترسره شوه.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند له پاکستان سره په تجارت او ټرانزیټ کې د شته ستونزو او هغه زیانونو په تړاو چې له دې امله سوداګرو او خلکو ته رسيږي خبرې وکړې او هیله مند شو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ اهمیت ته پام به د افغانستان او پاکستان حکومتونه به د موجوده ستونزو د د ایمي حل لپاره ګټور اقدامات وکړي څو، د دغو ستونزو له تکرار مخنیوی وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګریزو او ټرانزیټي  اړیکو اهمیت د یادولو ترڅنګ، د پاکستان په چارو کې د ولسمشر له ځانګړي استازي وغوښتل چې په یوه ستره غونډه کې چې هغه کې سوداګر او د حکومت استازي حضور ولري، اوسنۍ ستونزې وڅېړل شي او په عملي اقداماتو تصمیم ونیول شي.
نوموړي په کراچۍ بندر او پاکستان کې د همیشنۍ ستونزو او له بهرنیو هېوادونو څخه د مسلکي افرادو د استخدام لپاره د ویزې صدور ستونزه یاده کړه او د یادو ستونزو دایمي حل کې یې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت اهمیت، شته ننګونو او نورو ټرانزیټي لارو د لاجورد لار او چابهار او همدا راز هغه ستونزو په تړاو چې له ډېر وخته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې موجود دي، خبرې وکړې او غوښتنه یې دا وه، چې د دواړو هېوادونو تجارت په وړاندې شته ستونزو دایمي او بنسټیز حل لپاره په یو حل لاره کار وشي. هغه د (اپټا) تړون تطبیق په تړاو د موجوده ستونزو په نظر کې نېولو سره، د دغه قرارداد متن په بیا کتنې یې ټینګار وکړ.

د حرکت ادارې رییس ښاغلي نور عالم حکیمیار، په خپلو خبرو کې د کرونا بحران په وخت کې د پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې رامنځته شویو ستونزو په نظر کې نیولو او د دغو ستونزو حل برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او حرکت ادارې ترمنځ هڅو او همدا راز د امریکا، بریتانیا او اروپایي ټولنې د هېوادونو سیاسي همکاریو ته په اشارې د دې برنامې په اهمیت خبرې وکړې.

د پاکستان په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داوودزي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو ستونزو او سیاسي اختلافاتو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو کلي اوضاع په تړاو خبرې وکړې او د شته ستونزو حل په هکله یې د افغانستان د حکومت له  ارادې یادونه وکړه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو کمښت او د سیاسي، سوداګریزو،ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو ښه والی یې د دواړو حکومتونو او د دوو هېوادونو د خلکو په ګټه وباله او هیله یې وښوده چې افغانستان کې د سولې په راتګ به، د دواړو هېوادونو مناسبات ښه شي.

د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو د فدراسیون د پانګونې مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي فعالیت لپاره د ټرانزیټي دروازو پرانسته کې د حرکت ادارې له هڅو او همکاریو مننه او ستاینه وکړه او د شته ستونزو د حل لپاره یې د هېواد د سوداګرو د نظرونو راټولو، د (اپټا) تړون د تطبیق او د هغه د متن په بیا کتنې یې هم ټینګار وکړ.

د دې ناستې په پای کې، مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور استازو او سوداګرو هم خبرې وکړې او د موجوده ستونزو کمښت او د هغې د حل په تړاو یې خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.

یکشنبه، د وږي نهمه 1399