مطبوعاتي اعلاميې

کابل کې د افغانستان – ايران اتم ګډ نندارتون جوړ شو

د ایران د نندارتونو د پروژو د مدیریت شرکت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د سلواغې مېاشت له 29 مې څخه د کب میاشت تر دوېمې نېټې د کابل اورانوس هوټل کې د افغانستان – ایران اتم ګډ نندارتون ‏پرانست.

دانلود


 متشبثين د زيربنا ،امنيت، د تقاضا د زياتوالي او مالياتي سيستم بهبود غوښتونکي دي

د کار عمومي شرایطو د سروې مطابق چې نن د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري نشر شوه ، د مخکینۍ سروې په پرتله اوسني وضعیت په اړه د متشبثینو د اطمنان کچه لوړه شوې خو ، راتلونکو شپږ مېاشتو مورد کې د دوی هیلې او انتظار د پام وړ کم دی.
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو د عالي شورا درېمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو د عالي شورا درېمه غونډه د 305 غړو په ګډون نن دوشنبه د وږي میاشت پر 25مه نیټه کابل کې ترسره شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قانون او اساسنامې پر بنسټ د استازو عالي شورا د اتاق تر ټولو لوړ ترین پریکړه کونکې مرجع ده.

دانلود


 د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس

دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق،او د ختیځ کرهنیز پراختیایی حوزوی پروګرام(RADP-E)  د   متحده ایالاتو نړیوالی پرمختیایې اداری ((USAID په ملاتړ (د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس) ترسره شوه.

دانلود


 دحکومت او خصوصی سکتور ترمنځ د پنځه ځنځیرئی ارزښت پروړاندی ننګونې او دحل لارو چارو څلورمه ملی ناسته ترسره شوه

دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق،د آلمان د پراختیایې اداری پروګرام  (GIZ)په ملاتړد خصوصی سکتور پر وړاندي ننګوني او دحل لاری چاری په ځانګړی توګه د بادامو، سبزيجاتو،غنمو،لبنیاتو او دچرګانو دساتلوپنځو ځنځیرئی ازرښتونو ملی ناسته کې د شته ستونزو او د کار زیاتوالی په موخه د حکومتی چارواکو،د اتاق مشرتابه پلاوی،د هیواد شمال او شمال ختیځ ولایتونو خصوصي سکتور استازو او د بهرنیو ادارو استازو په ګډون د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه دغه ناسته په کابل سټارهوټل کې ترسره شوه.
 

د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د سوداګرۍ خونې هرکلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونه د (د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د افغانستان د سوداګرۍ خونې هرکلې) تر عنوان لاندې مطبوعاتي کنفرانس د یادې خونې د مشرتابه پلاوي د غړو، ګڼ شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د هېواد د خصوصي سکټور غړو او کورنېو او نړېوالو رسنېو په ګډون د 1396 کال د سلواغې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د سوداګرۍ خونې د کانفرانسونو په تالار کې تر سره کړ.

دانلود


پر افغاني صادراتِي توکو د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو په ګټه نه ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان له خوا پر افغاني سوداګریزو توکو د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ په زیان ګڼي. په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مطبوعاتي کنفرانس چې د روان ۱۳۹۶ کال د تلې د میاشتې په ۲۹مې نېټې د دغه خونې د کنفرانسونو په تالارکې جوړ شوې وو  پکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ پلاوي غړو، ګڼ شمیرسوداګرو، صنعتکارانو، د خصوصی سکټور اړوند غړو او د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو کارکوونکو ګډون کړې وو.

دانلود