د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې د ننګونو د له منځه وړلو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه خبری وکړی.

ددی غونډې ګډونوالو د زرګونه سیاحتي شرکتونو په استازولۍ خبری کولې او د اتاق د غړیتوب غوښتنه يې وکړه تر څو له دی لاری وکولی شي خپلو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.

ښاغلي هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو څخه وغوښتل چې د اتاق غړیتوب ترلاسه او سیاحتي نندارتونونه جوړ کړي تر څو خلک وکولی شي د دوی د خدماتو په اړه مالومات تر لاسه کړي.