د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو اتحاديې له مسؤلینو او د مختلفو ولایتونو سوداګرو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د جلغوزیو اتحاديي له رئیس ښاغلي دلدار ځدران او د خوست، پکتیا او پکتیکا جلغوزیو صادروونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دې ناسته کې، د يادو ولايتونو يو شمېر سوداګرو ادعا وکړه، چې چين ته د هوا صادرات له کورنيو توليداتو سره سمون نه لري او د دوى په وينا، کم کیفیته جلغوزي په چين ښه بازار نه لري په داسی حال کې چې ورته جلغوزي بیا په پاکستان کې ښه بازار لري. دوی غوښتنه وکړه، چې د هېواد د نورو صادراتو په څېر دې جلغوزیو ته هم د ځمکې له لارې پاکستان ته د صادریدو اجازه ورکړل شي.
 
ښاغلي ځدران وویل "په هېواد کې د جلغوزو تولید او پروسس د زرګونو هېوادوالو د کار او د جلغوزو د پروسس د فابریکو فعالیت، د دغه محصول د بیې د لوړېدو او د کورنیو عوایدو او قانوني صادراتو د زیاتوالي لامل کېږي."
د اتحادیې د مسؤلینو په وینا، یو ګاونډي هېواد ته د جلغوزيو صادرول به د دې لامل شي، چې محصولات په هغه هېواد کې پروسس او بسته بندي شي او د ګاونډي هېواد په نوم چین او نورو هېوادونو ته صادر شي، چې دا به د افغانستان د جلغوزو پر صادراتو او کورنیو عوایدو ناوړه اغېز وکړي.
 
ښاغلي مهمند د دواړو لورو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جلغوزیو د قانوني صادراتو ملاتړ کوي او ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزيو له هر ډول غیر قانوني سوداګرۍ سره مخالفت کوي." هغه زياته کړه، دغه اتاق غواړي چې افغاني جلغوزي په کورنيو فابريکو کې پروسس او بسته بندي شي او په ښه بيه چين او نورو هېوادونو ته وپلورل شي، چې په دې سره به د افغاني جلغوزیو د بيې او اعتبار د لوړیدو ترڅنګ، په هېواد کې کار پيدا شي او کورنيو عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د جلغوزيو د صادراتو لپاره به مناسبې لارې چارې ولټوي او په دې برخه کې به له کورنيو هوايي شرکتونو سره خبرې وکړي، څو بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه چين ته چې د جلغوزيو تر ټولو ستر بازار بلل کېږي، جلغوزي په ټيټه بيه ولېږدوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په اتاق به په دې برخه کې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د ناقانونه صادراتو پر مخنیوي به ټینګار وکړي.