د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د تازه میوو او سبزیجاتو اتحاديې مسؤلینو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د تازه میوو او سبزیجاتو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو د یکشنبه په ماښام د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د دغې اتحاديې سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د تازه میوو او سبزیجاتو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو ښاغلي عزیزي سره د پاکستان سره په سوداګرۍ کې شته ستونزو او تعرفوي ستونزو او د خپلو مشخصو وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ، د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عزیزي د اتاق د مشرتابه پلاوي او د یادې اتحاديې ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا او تعرفوي ستونزو حل په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.