د بلخ ــ استانبول او نورو اروپایي هېوادونو سره د هوایي دهلیز پرانسته

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستر سلاکار دفتر د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره دهوایي دهلیزونو پرانستو د هڅو لړ کې د بلخ ــ  استانبول او  د اروپا د نورو ښارونو ترمنځ هوایي دهلیز د چهارشنبې ورځ د ۱۳۹۷ مرغومې په ۱۹ مه د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو ترڅ کې چې په هغه کې د بلخ والي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر، مزار شریف ښار کې د ترکیې جنرال قونسل، د ولایتي شورا مشر او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو حضور درلود، پرانستل شو.

د بلخ ــ استانبول هوايي دهلیز، لومړۍ الوتنه کې د ۵ ټنه په اندازې وچه میوه( ۲ ټنه ممیز او ۳ ټنه وچ توت) د ترکش هوایي شرکت په وسیله لندن ښار ته لیږدول کیږي.

د هوایي دهلیز د پرانستې مراسمو کې، وېناوالو د هوایي دهلیزونو د جوړیدو پر اهمیت ټینګار وکړ او د صادراتو په لوړولو، د هېواد د اقتصاد او خصوصي سکتور وده کې یې د دغو دهلیزونو رول مهم او ګټور وباله.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او نړۍ مختلفو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلیزونو پرانستې له پېله، له ۲۰۱۷ کاله د ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر پایه په ټولیز ډول د 107 میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت 6091.7 ټنه په اندازه بېلابېل صادراتي توکي : وچې او تازه مېوو، زعفرانو، جلغوزيو، غالیو، طبي بوټو، او سبزیو په شمول په 399  الوتنو کې هندوستان، چین، قزاقستان، ترکیې، سعودي عربستان اماراتو، روسیې او اروپایي هېوادونو ته د اریانا افغان، کام ایر، ترکش او سپایس جېټ هوایي شرکتونو په وسیله صادر شوي.

د افغانستان او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلیزونو پرانستې، د هېواد د صادراتو پراختیا لپاره د بدیلو لارو رامنځته کولو برخه کې یو له ګټورو انتخابونو ده، چې د خصوصي سکتور د غوښتنې او د حکومت په ځانګړې توګه شخصآ د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې پایله کې ورځ تربلې له بریالیتوبونو سره مل ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د حکومت د دغه پر وخت اقدام د مننې ترڅنګ، د دې چارې په عملي کیدو کې  د اړوند ادارو له جملې : په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼې د ستر سلاکار دفتر، د هوایي ډګر د ګمرکونو ادارې او پولیسو، هوایي شرکتونو او نورو حکومتي ارګانونو د ښې همکارۍ رول مهم ګڼي او تمه لري چې د دغو  همکاریو پایله کې به د هوایي دهلیزونو په وسیله د هېواد صادرات مخکې له مخکې د تېرو کلونو په پرتله له ښه زیاتوالي شاهد وي.