د چینائی توکو واردونکی سوداګرو د ګمرکي تعرفو لوړوالي په موخه کابل کې اعتراضیه غونډه تر سره شوه

د کابل دسوداګرۍ او صنایعو اتاق،د متفاوت چینائی توکو واردونکی سوداګرو دحکومت د یو اړخیز فیصلی په غبرګون چی ګمرکی تعرفو یې د ۱۵۰۰۰۰ افغانی څخه ۴۵۰۰۰۰ افغانی  ته پورته کړی چې د ۵۰۰۰ کانتینرو د ودریدو باعث شوی،د ښاغلی خانجان الکوزی دافغاستان دسوداګرۍ اوصنایعو اتاق لومړی مرستیال،ښاغلي الحاج محمد یونس مومند د اتاق مشرتابه پلاوی سوداګریز مرستیال،ښاغلی الحاج نظام الدین تاج زاده داتاق مشرتابه پلاوی غړی او د خوړو کمیټی رئیس،د چینائی توکو واردونکی د اتحادیی غړو، سوداګرو، ښاغلی حسیب رحیمی د کابل اتاق اجرایئوی آمر په ګډون د کابل  ستاره شب په هوټل کی اعتراضیه غونډه ترسره شوه.

ددی غونډی په پیل کې الحاج محمد یونس مومند،د سوداګرو څخه مننه وکړه چې خپل حقوق غواړی،او د حکومت د یواړخیز فیصلی په غبرګون داسی وویل: ددی توکو ودرول دخصوصی سکتور او د هیواد کمزوری اقتصاد لپاره د یو میلیون ډالر زیان سبب شوی،د حکومت دغه عمل د خصوصی سکتور سره د همغږی په نشتون کی ترسره شوی،سوداګر د یو هیواد په داقتصادی پرمختیا کې د ملا تیر حیثت لری حکومت د ۱۰، ۱۱ او ۱۳ مه اساسی قانون مادو پراساس مسئولیت لری چې د خصوصی سکتور څخه ملاتړ وکړی، لیکن د خصوصی سکتور دغه نیمګړی پرمختګ ته لوی زیان رسیدلی او له حکومت څخه په جدی او سریع ډول غوښتنه کوم چې زمونږ دغه ستونزی ته د پای ټکی کیږدی.

لدی ورسته ددی سکتور د سوداګرو په نماینده ګې الحاج خان آغا ګلزاد خبری وکړی او وویل"ددی سکتور سوداګر په بدترین حالاتو کې د دولت او د خپل هیوادوالو دغوښتنی لپاره ددوی ترڅنګ ولاړ وی. په اوس وخت کې یو میلیون ډالر ایرانی او پاکستانی شرکتونو ته ددی ودرول شوی کانتینرونو له درکه ګته رسیږی مونږ دحکومت د عوایدو زیاتوالی د قانون په رڼا کې غوښتونکی یوو،لیکن یواځی د تعرفو لوړوالی زمونږ ستونزه نده درشوت او غیر قانونی پیسو اخستنه یوه بله ستونزه ده چې سوداګر ورسره لاس او ګریوان دی، مونږ د مالیی وزارت څخه غواړو چې دي ستونزو ته د پای ټکی کیږدی".

د غونډی په ورستی برخه کې ښاغلی خان جان الکوزی د افغانستان د سوداکرۍ او صنایعو اتاق او د کابل د سوداګرۍ او صنایعو ولایتی اتاق په استازیتوب ددی ستونزی د حل په موخه خپل ملاتړ څرګند او وویل:" د هیواد اقتصادی بنســټونه د تزلزل حالت کې دی حکومت نه باید داسی یو اړخیز کړنی ترسره کړی چې ددي بنسټونو د له منځه وړلو سبب شئ.