د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څارنې پلاوي ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د نوموړي پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د نوموړي پلاوي غړیو هر یو خالد احمد او محمد ناصر صمیم په خپل کاري دفتر چې د کابل په شهرنو کې واقع دی ناسته وکړه.
 
په دی غونډه کې، په بنسټیزو موضوعګانو لکه: صادرات، د نیمروز اتاق ټاکنې، د اتاق لپاره د ځمکې پیرودل او د څارنې پلاوي کاري دفتر لپاره د یو کارکوونکي ګمارلو په اړه خبرې اترې وشوې او لازمې پریکړې ونیول شوې.