د غزنې په ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه، ستونزې او د حل لارې چارې

نن سه شنبه، د لیندۍ د ماشتي په ۲۱ مه نېته د غزني  د سوداګرۍ او صناېعو خونې په نوښت او د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو وزارت په همکارۍ د غزني  په ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او ستونزو او دغه راز د شته ستونزو د حل د لارو چارو په اړه غونډه د کابل ښار په انټرکانټیننټل هوټل کې ترسره شوه. په یاده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې لومړي  مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزی، سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مهمند، د خونې د مدیره پلاوي غړی محمد داود یوسفزی، د غزنې ولایت والي، د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ګڼ شمېر دولتي چارواکيو، د کابل او غزني ولایتونو اړوند د پارلمان او خصوصي سکټور غړيو او یو شمېر رسنېو ګډون درلود.

په پېل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو د وزارت معینه آغلې کامله صدیقي ګډونوالو ته د ښه راغلاست وئېلو تر څنګ د غزني  د سوداګرۍ او صناېعو خونې د مسؤلینو له هڅو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په دې اړه هر راز مرستو ته چمتو ده.

د غزني د سوداګرۍ او صناېعو خونې رئیس ښاغلي  قلندري د غزني په ستراتیژیک اهمیت خبرې وکړې او وویل: «موږ په غزني  کې ډېرې غني زیربناوې  او کانونه د بېلګې په توګه د لیتیم، مس، اوسپونه، روخام، او دغه راز د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو کانونه لرو. د غزني ولایت ۷۰ سلنه خلک د کرنې په برخه کې په کار بوخت دي. دغه راز په غزني ولایت کې د اوبو درې مهم بندونه هم شتون لري. زموږ کرنیز محصولات انګور، بادام، اوږه، سبزیجات او داسې نور په بر کې نیسي. د سلطان بند چې د سلطان محمود غزنې په وخت کې جوړ شوې ، باید ورغول شي».

ښاغلي قلندري د غزني  د بندونو د بیارغونې غوښتنه وکړه او وویل، « که حکومت غزني ولایت ته پاملرنه ونه کړي، زموږ خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي. هغه زیاته کړه موږ تر اوسه پورې سړو خونو او برق ته لاس رسې نه لرو».

ښاغلي قلندري د هوایي  ډګر د جوړونې غوښتنه هم وکړه، چې باید ژر تر ژره جوړ شي. هغه زیاته کړه موږ حکومت ته مالیه ورکوو، د حکومت اوامر منو، نو اړینه ده څو د غزني ولایت ته هم باید پاملرنه وشي.

هغه دغه راز د غزني ولایت د امنیه قوماندنې لپاره د مناسب ځاې او تعمیر غوښتنه هم وکړه چې دا مهال په نامناسب ځاې کې شتون لری.

د ښاغلی قلندري په وېنا د صنعتي پارکونو نه شتون بله جدي  ستونزه ده، چې ډېر پخوا له دوې سره په دې برخه کې ژمنه شوې وه، ولې له بده مرغه لا تر اوسه پورې  د دغه ستونزې د حل په برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مهمند د وینا والو او ګډون کوونکو څخه د مننې کولو تر څنګ وویل: «غزنې د تاریخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او صنعت لپاره مناسب چاپیریال درلود، ولې  په تېرو ۱۶ کلونو کې ورته کار نه دې  شوي، موږ د غزنې وچې مېوې په خاصه توګه الوبخارا تر نړیوالو مارکیټونو پورې رسولي . په غزنې د سړو خونو نه شتون جدي ستونزه ده او حکومت باید دغه ستونزه حل کړي. د برق د نه شتون او صنعتی پارک اړوند ستونزې هم باید حل شي. په یاد ولایت کې د معیاري مکتبونو او کلینکونو  نه شتون هم یو له جدې ستونزو څخه ده، چې باېد زر تر زر حل شی.

په غزنې ولایت کې باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي چې په دې اړه باید لاندې کارونه ترسره شي.

د کرنیزو پروژو پراختیا، د کانونو د کیندنې په برخه کې پانګونه، د اوبو د بندونو بیارغول، د صحي او تعلیمي مراکزو جوړول،د صنعت د پرمختګ لپاره کار کول او دغه راز په نورو اړینو برخو کې باید پانګونه وشی».

په پاې کې د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې لومړي مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د ولایتي څانګو په اړه معلومات وړاندې کړ او د غزنې ولایت په اهمیت یې خبرې وکړې، ښاغلي الکوزي وویل: «د غزنې ولایت د صنعتي پارک، برق، زراعت، د اوبو د بندونو  او نور اړونده ستونزې له ولسمشر سره شریکوو او ژر تر ژره یې د حل لپاره لازمي لارې چاري لټوو.  موږ کولای شو، چې د افغانستان د سواګرۍ او صنايعو وزارت سره په ګډه د نورو ولایتونو  په اړه هم همداسې پروګرامونه جوړ کړو.

په دغه  غونډه کي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ محترم وزیر، د غزنې ولایت محترم والي او یو شمېر وکیلانو هم خبرې وکړې.