د رخت او لباس یو شمېر واردوونکو سوداګرو له ښاغلي خان جان الکوزي سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاقونو د فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د رخت او پوښاک یو شمېر سوداګرو سره د اتاق د غونډو تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې بحث وکړ.

دغه ناسته کې، سوداګرو د چین هېواد د ویزې نه ترلاسه کېدو،پاکستان کې د سوداګریزو توکو د توقف شویو موټرو څخه د مالیاتي جریمو اخیستنې،په ټرانزیټي او ټرانسپورټي موټرو کې د رد یابۍ آلې نصب او په پاکستان کې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو سل سلنه سکن ستونزې او همدا راز د چابهار بندر ننګونې او د پيسو انتقال ستونزو په تړاو خبرې وکړې او د خپلو ستونزو حل کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړونده حکومتي بنسټونو سره شریکې کړي او هڅې به وکړي چې د سوداګرو یادې شوې ستونزې حل کړي.

یکشنبه، د زمري 26مه 1399‏