د چین هېواد لوی سفیر او د اتاق مشرتابه په ګډه د هرات له ولایت څخه لیدنه وکړله

په کابل کې د چین د خلکو لوی سفیر ښاغلی دانګ شی جون د یاد سفارت له درېیو دیپلماتانو سره د سوداګریز مستشار ښاغلی وانګ داوهاو په شمول هرات ولایت ته سفر وکړ. په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر ښاغلی بهین، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی سوداګریز مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند، او د عامه اړیکو مسؤل ښاغلی هاشم رسولی هم په دې سفر کې د چین هېواد د سفیر ملتیا کوله.

هرات ولایت ته د چین د سفیر سفر، په یاد ولایت کې د سوداګرۍ او پانګې اچونو د فرصتونو ارزونه بلل شوې ده څو له همدې لارې د هرات ولایت سوداګر او پانګوال دې ته وهڅوي څو په هغو نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو کې چې د چین هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کېږي ګډون وکړي او همداراز چینایي پانګوال په هرات ولایت کې پانګونې ته وهڅوي.

د چین سفیر لومړی د هرات له والی ښاغلی محمد آصف رحیمی سره په کتنه کې څرګنده کړله چې د چین حکومت ژمن دی څو خپلې مرستې هغو ولایتونو ته چې اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو پکښې شتون ولري، وغزوي. نوموړي ټینګار وکړ چې په دې ولایت کې د پانګې اچونې لپاره د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره د چین هېواد پانګوال غواړي څو په هرات ولایت کې پانګې اچونې وکړي.

ښاغلی رحیمی د چین هېواد سفیر او ورسره ورغلی پلاوی ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ، د دې ولایت فرصتونه او ظرفیتونه یې په ګوټه کړل او زیاته یې کړله چې د هرات ولایت په ورین تندی له پانګوالو څخه هرکلی کوي.

وروسته له هغه د چین سفیر د هرات ولایت پوهنتون ته ولاړ او د یاد پوهنتون له سرپرست او علمی کادر سره یې وکتل. ښاغلی پوهنوال ډاکټر محمد حسن فرید د هرات پوهنتون د معرفی کولو ترڅنګ، د چین هېواد له سفیر څخه یې وغوښتل څو د علمی کادر او اداري ظرفیت د لوړولو په برخه کې له دې پوهنتون سره مرسته وکړي.

متقابلاً د چین سفیر له هغو ۱۰۰ ښوونیزو بورسیو څخه چې د یوې لسیزې په اوږدو کې د افغان زده ګړیالانو په واک کې ورکړل شوی ول یادونه وکړله او ټینګار یې وکړ چې د چین هېواد ژمن دې څو دغه شمېر په کال کې ۵۰۰ لوړ کړي. نوموړي وویل چې د چین هېواد د چینایي ژبې ډیپارتمنټ د کابل په پوهنتون کې جوړ کړي دي چې اوس مهال د چینایي ژبې ګڼ شمېر ښوونکی او شاوخوا ۲۰۰ زده کړیالان په دې پوهنځي کې په زده کړو بوخت دي. نو له همدې کبله د چین سفارت په پام کې لري، که چېرته د هرات پوهنتون لخوا په دې برخه کې لېوالتیا او غوښتنه د چین سفارت ته وړاندې شي، د چین هېواد به دا ډیپارتمنټ د هرات په پوهنتون کې هم پرانیسی. سر بېره پر دې د چین سفیر د چینایی – پشتو ډیکشنری دوه ګڼې هم د ډالی په توګه د هرات پوهنتون ته وړاندې کړلې.

وروسته له هغه نوموړی د هرات د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ته ولاړه، په داسې حال کې چې د هرات اتاق د مدیره پلاوی رئیس ښاغلی سعد خطیبی د چین له سفیر سره ملتیا کوله، له بېلابېلو سکټورونو څخه ۲۰۰ استازو په حضور یې په یو کنفرانس کې ګډون وکړ.  ښاغلی خطیبی په هرات ولایت کې په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګې اچونې د فرصتونو او د بېخ بنایي ظرفیتونو لکه مناسب اقلیم او ډېره انرژۍ، پرمختللی صنعتی پارکونه، ډاډمن امنیت په اړه د مالوماتو په وړاندې کولو سره یې د چین له سفارت څخه وغوښتل څو په هرات ولایت کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو د هڅولو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. ښاغلی خطیبی د چین له سفیر څخه وغوښتل څو افغان سوداګرو ته د ویزه د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د اړینو اسانتیاو د برابرولو لپاره په هرات ولایت کې د چین د جنرال کنسولی جوړېدل اړین بلل کېږي. ښاغلی خطیبی ژمنه وکړله چې د راتلونکی یوې میاشتې په اوږدو کې به د ګوانزو ښار په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره به یو ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوی دې سفارت ته وروپېژني.

په دې کنفرانس کې ښاغلی محمد یونس مومند د چین له سفیر څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو لکه کندهار ولایت، چې یو میاشت مخکې ورغلی وه او اوس مهال یی هرات ولایت ته سفر کړی دی، د قدردانۍ ترڅنګ، هیله مندی څرګنده کړله چې دغه سفرونه به د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د چیني پانګوالو د پانګې اچونې د هڅولو په برخه کې ډېر ګټور پرېیوځي. نوموړي دغه راز د ښاغلی خطیبی په مشرۍ د هرات د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له مدیریت او کوربه توب له کبله مننه وکړله.

ښاغلی محمد آصف رحیمی د خپلې وینا په لړ کې، هرات ولایت ته د چین هېواد د لوی سفیر د سفر د برابرولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د هرات اتاق له هلو ځلو څخه په ستاینه سره هیله مندی څرګنده کړله چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د چینایي پانګوالو د حضور شاهدان ووسو. ښاغلی رحیمی د هرات ولایت مخینه، د دې ولایت ستراتیژیک موقعیت، د پانګې اچونې بالقوه فرصتونه، ښه امنیت، مناسبې بېخ بناګانې او وړ اقلیم په اړه یو مفصل پرېزینتیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړ.

د چین هېواد ښاغلی سفیر د هرات ولایت د با کیفیتو تولیداتو لکه زعفران او د مرمر ډبرو ته چې نړیوال شهرت لري، په اشارې سره، د چین مارکیت یې د هرات ولایت د محصولاتو لپاره یو ښه او مناسب مارکېټ وباله. نوموړي زیاته کړله چې د چین هېواد افغانستان د صنایعو د ملاتړ په موخه، د افغانستان ۹۵ سلنه توکی له ګمرکی تعرفو څخه معاف کړي دي. ښاغلی شی جون ټینګارو وکړ چې د هرات ولایت د پرمختګ لپاره اړینه ده چې دا ولایت دې د چین هېواد له یو له ولایتونو څخه تر ټولو نژدې اړیکې ټینګې کړي.

د چین سفیر د یاد هېواد توانمندیو ته په اشارې سره وویل: «موږ ژمن یو چې د هرات ولایت د پرمختګ په موخه د صنایعو، توریزم او کانونو په برخه کې خپلې تجربې له تاسو سره شریکې کړو. موږ به خپلې اړیکې او فعالیتونه د بهرنیو چارو وزارت له لوری په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر د ښاغلی بهین او د هرات اتاق په مرسته، سمبالې کړو.»

د چین هېواد لوی سفیر د دغه سفر تنظیمولو، مدیریت او ښه کوربه توب له کبله د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د هرات له اتاق څخه مننه وکړله.

د چین سفیر د هرات ولایت په صنعتی پارکونو کې له پنځو فابریکو: د کشمیرې د تولید او پروسس شرکت، د سوپر کولا شرکت، د مرمر ډبر د پروسس شرکت، د شهاب سیکلت شرکت او د مروارید د خوراکی توکو د تولید شرکت څخه لیدنه وکړله.

د سفر په اوږدو کې، د چین سفیر د هرات ولایت له پخوانی والی او جهادي مشر ښاغلی امیر اسماعیل خان سره وکتل. ښاغلی سفیر په هرات ولایت کې له اقتصادي پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه یادونه وکړله او زیاته یې کړله چې ډیری دغه پرمختګونه د ښاغلی امیر اسماعیل خان د واکمنی په موده کې ترسره شوی دي.

د دې سفر د انځورونو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.