د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق قانون د ۶ مادې پر بنسټ او د مدیره پلاوی د پرېکړې پر بنسټ، د ولایتی اتاقونو د جوړېدلو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو.

دې اتاق له بېلابېلو سکتورونو څخه د ۱۱۵ غړو په درلودلو سره خپل فعالیت، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د مشرانو جرګی لومړی مرستیال ښاغلی محمد علم ایزدیار، د پنجشیر ولایت سرپرست ښاغلی عبدالرحمن کبیری او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه په ګډون د ۱۳۹۴ کال د غوئي د میاشتې په ۳۱ مه نېټه پیل کړ.

د اتاق د قانون او اساسنامی مطابق، د ولایتی اتاقونو د مدیره پلاوی غړي د ټاکنو له لارې ټاکل کېږی او د یوې درې کلن پړاو لپاره د هغه اتاق چارې پرغاړه اخلي. له همدې کبله د پنجشیر د ټاکنو د ترسره کېدو پورې به، د یاد ولایت درې مخور سوداګر هر یو ښاغلی الحاج خان آقا رضایی د موقت رئیس په توګه، حاجی توکل شاه او ډاکټر کرام الدین د مدیره پلاوی د غړو په توګه د دې اتاق چارې پرمخ یوسي.

د پنجشیر اتاق په پرانیست غونډه کې، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال جلالتمآب محمد علم ایزدیار، د پنجشیر ولایت سرپرست ښاغلی عبدالرحمن کبیری، د اتاق مشرتابه پلاوی او د یاد ولایت ګڼ شمېرو سکتور رئیسانو ګډون کړی وه.

ښاغلی عبدالرحمن کبیری د پنجشیر اتاق د جوړېدلو له کبله د خوښی څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق دا ګام یې د پنجشیر ولایت د خصوصی سکتور د فعالیتونو د لا همغږي کولو لپاره ډېر اغېزمن او ګټور ګام وباله. ښاغلی کبیری د اسلام د سپېڅلی دین له لوری سوداګرۍ یوه حلاله دنده وبلله او زیاته یې کړله: د دې اتاق په جوړېدلو سره به د پنجشیر ولایت هغه پانګې چې د بېلابېلو لاملونو له کبله په راکد توګه ساتل کېږی، بیا به د هېواد اقتصاد ته راوړلې شي.

د اتاق مدیره پلاوی لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د یو ولایتی اتاق د جوړېدلو د اړتیا او اهمیت په باب د خبرو ترڅنګ زیاته کړله چې: څرنګه چې موږ ټول پوهېږو، خصوصی سکتور د خپلو اقتصادی فعالیتونو د همغږي کولو او پراخولو لپاره، د خصوصی سکتور ټولنې لپاره د یوې مشخصې پتې په توګه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی الکوزی د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په هر هېواد کې د څلورم رکن په توګه وباله او وې ویل: نن ډېر د خوښی او ویاړ ځای دی چې موږ په پنجشیر ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د پرانیستل کېدو شاهدان یو. نوموړی له حکومت څخه وغوښتل څو د پنجشیر اتاق د ودانی د جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړي څو په راتلونکی کې دا دفتر یو لوی سوداګریز مرکز وګرځی.

په همدې توګه ښاغلی الکوزی له خصوصی سکتور څخه ملاتړ د دولت یو له مکلفیتونو څخه وباله او زیاته یې کړله چې څو دولت باید د خصوصی سکتور پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. ښاغلی الکوزی د پنجشیر اتاق له مشرتابله څخه وغوښتل څو په دې ولایت کې د تولیدی ظرفیتونو د پېژندلو په برخه فعاله ونډه ولری څو د پنجشیر ولایت زمرد په همدې ولایت کې استخراج او پروسس شی او په مستقیمه توګه بهر ملکونو ته ولېږل شی ترڅو موږ د ګاونډیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاصون ومومو.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال ښاغلی ایزدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دې ګام د ستایلو ترڅنګ هیله مندی څرګنده کړله چې د پنجشیر اتاق په جوړېدو سره به دا ولایت اقتصادی پرمختګ وکړي. نوموړی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې په پاتې ۹ ولایتونو کې هم ولایتی اتاقونه جوړ کړي.

د پنجشیر د اتاق مؤقت رئیس ښاغلی خان آقا رضایی څرګنده کړله چې اوس مهال د پنجشیر ولایت ۱۱۵ غړی لري. خو هڅه به وکړی څو د پنجشیر ولایت سوداګر او پانګه وال چې د هېواد په ګوډ ګوډ کې په جلا جلا توګه فعالیت کوی، دې ته وهڅوی ترڅو د پنجشیر د اتاق غړیتوب ترلاسه او د دې ولایت په پرمختګ کې په منظمه توګه ونډه واخلی.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په دې وروستیو کې د خپلو ولایتی اتاقونو څانګې د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲۳ مه نېټه په وردګ ولایت کې، د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲ مه نېټه په هلمند ولایت کې او د ۱۳۹۳ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۲ نېټه په لغمان ولایت کې جوړې کړلې. نو له همدې کبله د پنجشیر ولایت په جوړېدلو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ۲۵ ولایتی اتاقونه لري.

د انځورونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.