افغان – هند دریم ګډ نندارتون په هرات ښار کې جوړ شو

د افغانستان او هندوستان د نوښتونو دریم ګډ نندارتون د افغانستان د پرمختګ په موخه د پانګې اچونې لپاره مالی سرچینو ته د لاسرسی پروژې ((FAIDA په مالی مرسته او د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره په همغږۍ د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې له ۱۹ تر ۲۰ نېټې د دوه ورځو لپاره د هرات ښار په آسمان تالار کې جوړ شو.

دا نندارتون چې په خصوصی تشبثاتو کې د نوښتونو یو ځانګړی نندارتون وه، په ټوله کې ۶۷ غرفې (۱۳غرفې د پېژندل شوی هندی شرکتونه او د سوداګرو مېرمنو په ګډون ۵۴ غرفې د افغان شرکتونو) په دې نندارتون کې وې او د کرهنې، پوهنې، تکنالوژۍ او اړیکې، انرژی او لاسې صنایع په سکتورونو کې یې خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

د دې ننداتون په پرانیستغونډه کې په افغانستان کې د هندوستان لوی سفیر مرستیال ښاغلی ویراج سنګ، ښاغلی یادوف د هندوستان د سوداګریزې آتشې استازی، د هرات ولایت د مقام سرپرست ښاغلی اصیل الدین جامی، د هرات اتاق د مدیره پلاوی رئیس ښاغلی  سعد خطیبی، د تشبثاتو د ودې له لارې د افغانستان د بیارغونې (ABADE)او د افغانستان د پرمختګ په موخه د پانګې اچونې لپاره مالی سرچینو ته د لاسرسی پروژې ((FAIDA پروژو رئیسانو او د امریکې متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې ادارې استازی، د هرات د مدیره پلاوی غړو او د هرات ولایت ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی وه.

ښاغلی سعد خطیبی په تالار کې ناستو مېلمنو ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ د افغانستان او هندوستان د نوښتونو دریم ګډ نندارتون په اړه خبرې وکړلې او دا نندارتون یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پياوړ کولو لپاره ډېر ستر ګام وباله. ښاغلی خطیبی د دې نندارتون د چمتو کولو په برخه کې د مرستندویه ادارو مرستې یې وستایلې او د USAID او فایده ادارو څخه یې یادونه وکړله.
د ولایت د مقام سرپرست ښاغلی جامی هم په خپل وار سره د هرات د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او مرستندویه ادارو لخوا د دې نندارتون د جوړېدلو هرکلۍ وکړ او دغه شان نندارتونونو جوړول یې د هرات ولایت د خلکو د اقتصاد د ودې او پیاوړی کولو لپاره ډېر اغېزمن وباله.

په کې نندراون کې د ګډون لپاره ۲۰۰۰ سوداګر بلل شوی ول څو د هندی او افغان شرکتونو له نوښتونو سره آشنا شی او د خپل د خوښې وړ موضوعاتو په اړه بحث وګړی او خپل نظرونه او تجربې یو له بله سره شریکې کړی.

د یادولو وړ ده چې د هندوستان او افغانستان لومړی او دوهم ګډ نندارتونونه چې په کابل او هرات ولایتونو کې ترسره شوی ول، هم د دواړو هېوادو د سوداګرو او پانګوالو له تود هرکلی سره مخ شوی ول.