د میدان وردګ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق جوړ شو

د لومړی ځل لپاره د میدان وردګ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د پرتمینې غونډې په ترڅ کې او د څه د پاسه ۱۰۰ سوداګرو، پانګوالو او د دې ولایت د خصوصی سکتور غړو په ګډون د ولایت مقام د کنفرانسونو په سالون کې د شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ کال په ۲۳ مه نېټه، پرانیستل شو.

د میدان وردګ ولایت د اتاق پرانیستغونډه، د ولایت مقام سرپرست ښاغلی عبدالمجید خوګیاڼي، د اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د اتاق د مدیره پلاوی تجارتی مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند، د اتاق د مدیره پلاوی غړی ښاغلی الحاج نظام الدین تاج زاده، د اتاق د عامل پلاوی مالی او اداری مرستیال ښاغلی احمد توفیق داوری، د ولسي جرګې غړی ښاغلی ډاکټر عبیدالله کلیمزی، د ولسی جرګې غړی ښاغلی عبدالمجید، د ولایتی شورای پخوانی رئیس او ملی سوداګر ښاغلی رفیع الله وردګ، د کاروان پوهنتون رئیس او ملی سوداګر ښاغلی سید جاوید اندیش او د خصوصی سکتور او دولتی ګڼو چارواکو په حضور د سهار ۱۰:۰۰ بجې جوړه شوه.

له آجندا سره سم لومړی ښاغلی سید جاوید اندیش د خصوصی سکتور په استازیتوب، د ښاغلی الکوزی په مشرۍ دې ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق باصلاحیته پلاوی ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ، دا کار یې د میدان وردګ ولایت د خصوصی سکتور د اغېزمنو اقتصادی فعالیتونو د همغږی کولو په برخه کې ستر ګام و باله او له دې نېک او اغېزمن ګام څخه یې د میدان وردګ  ولایت د خصوصی سکتور ملاتړ څرګند کړ. نوموړی د خپلو ویناو په لړ کې د میدان وردګ ولایت د اتاق جوړېدنه یې د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو اتاق له لارې د نړی له خصوصی سکتور سره د دې ولایت د سوداګرو د نښلولو په برخه کې ډېر اغېزمن ګام وباله او هیله مندی یې څرګنده کړله چې د میدان وردګ ولایت د اتاق په جوړېدو سره به د دې ولایت د خصوصی سکتور فعالیتونه لا ډېر همغږی شی.

ورپسې د میدان وردګ ولایت د مقام سرپرست ښاغلی عبدالمجید خوګیاڼې د میدان وردګ اتاق د جوړېدنې باصلاحیته پلاوی ته د ښه راغلاست د ویلو څرنګ، زیاته کړله چې په دې ولایت کې د کرهنې او کانونو په برخو کې د پام وړ فرصتونه موجود دی او خصوصی سکتور ته پکار ده چې له دې فرصتونه څخه اغېزمنه ګټه پورته کړی. په دې ولایت کې د څه د پاسه شپېتو کوچنیو او لویو کانونو شتون او کرهنیز محصولات لکه، مڼې، زردآلو، کچالو، سنځلې او داسې نورو محصولاتو د دې ولایت اقتصادی ودې او پرمختګ لپاره را پرانیستې ده.

د میدان وردګ ولایت د مقام یو له نیوکو څخه د صنعتی پارکونو د جوړېدنې نه پلی کېدل وه، او زیاته یې کړله چې که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې په میدان وردګ ولایت کې د صنعتی پارکونو سیمه وټاکل شوه او بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده، خو د میدان وردګ ولایت د صنعتی پارکونو د جوړونې لپاره هېڅ کوم عملی ګام ندی پورته شوی.

د اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د میدان وردګ ولایت د مقام او د یاد ولایت د خصوصی سکتور څخه په مننې سره، په مهو اقتصادی ولایتونو او ولسوالیو کې د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو اتاق د څانګو او د پرانیستلو په اړه خبرې وکړلې او د میدان وردګ ولایت د اتاق د جوړېدنې موخه یې داسې څرګنده کړله: له یو لوری میدان وردګ ولایت مرکز ته یو له نږدیو ولایتونو څخه دی چې کېدلای شی د یو امتیاز په توګه وشمېرل شی او له بلې خوا دا ولایت د کابل – کندهار لویې لارې په واسطه د افغانستان سویلی او سویل ختیځ ولایتونه یو له بله سره نښلوی. میدان وردګ ولایت لکه څرنګه چې ښاغلی والی صاحب د خپلو خبرو په لړ کې وویل کولای شی چې د کرهنې او کانونو په برخه کې د هېواد د اقتصاد د غوړېدا لپاره د پام وړ رول ولوبوی. هیله من یم چې د میدان وردګ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په جوړېدو سره به، په دې ولایت کې د اقتصادی پرمختګ زمینه برابره شی او پانګوال به د هېواد له ګوډ ګوډ څخه په دې ولایت کې پانګه اچونه وکړی.

د میدان وردګ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق جوړېدل د یاد ولایت د خصوصی سکتور د اقتصادی فعالیتونو د لا ډېر همغږی کولو او اقتصادی پرمختګ لپاره ډېر اړین شمېرل کېږی. غواړم چې د ولایت مقام، په ولایتی شورای او پارلمان کې د خلکو د استازو او د میدان وردګ ولایت د فعال خصوصی سکتور له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړم. په دې اتاق کې د خصوصی سکتور د غړو جلب او جذب د بهیر د کړندی کولو او د دې اتاق د ۱۳۹۴ کال د مدیره پلاوی د ټاکنو د چمتو کولو په موخه د ولایت مقام او د خصوصی سکتور ټولنې سره د سلا مشورو وروسته مو د دې ولایت د خصوصی سکتور درې غړي هر یو ښاغلی حاجی محمد رفیع وردګ، ښاغلی سید جاوید اندیش او ښاغلی الحاج انجنیر رحمت الله سادات د میدان وردګ ولایت د اتاق د موقت مدیره پلاوی په توګه وټاکل.  ;په پای د میدان وردګ ولایت د اتاق د جوړېدنې په برخه کې د ولایت مقام له ملاتړ څخه په مننې سره وړاندیز کوم چې د دې ولایت په ماستر پلان کې د میدان وردګ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د ودانۍ لپاره د یو جریب ځمکې په ځانګړې کولو سره موږ منندوی وګرځوی.

له آجندا سره ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق تجارتی مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند خپلې خبرې په لاندې توګه پیل کړلې: (که څه هم د میدان وردګ ولایت د کابل په ۱۵ کیلو مټرۍ کې پروت دی او د کرهنیزو حاصلاتو په ځانګړې توګه د مڼو د کرلو لپاره د هېواد یو له اړینو ولایتو څخه دی، خو له بدې مرغې د سړو خونو د نه شتون له کبله، د مېوو د حاصلاتو په موسم کې په ډېرې ټیټې بیې پلورل کېږی. د سړو خونو جوړېدل په دې ولایت کې یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږی او پکار ده چې خصوصی سکتور باید د سړو خونو د جوړولو په برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی. د میدان وردګ د اتاق جوړېدنه کولای شی چې د یادو سړو خونو د جوړېدلو په باب هیله مندی ډېرې کړی او د یاد ولایت نورو ستونزو ته هم د حل لارې چارې و مومی.

وروسته له هغه په ولسی جرګې کې د خلکو استازو هر یو ښاغلو ډاکټر عبیدالله کلیمزی او الحاج عبدالمجید د موضوع په هکله خبرې وکړلې او د د میدان وردګ ولایت د اتاق له جوړېدنې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ او د دې نیک ګام مبارکی یې د میدان وردګ ولایت قدرمنو خلکو ته ورکړله.

ورپسې ښاغلی حاجی محمد رفیع وردګ چې د ولایت مقام او خصوصی سکتور ټولنې سره له سلا مشورې وروسته د اتاق د با صلاحیته پلاوی لخوا د مدیره پلاوی د موقت رئیس په توکه وټاکه، د میدان وردګ ولایت اتاق د جوړولو څخه د ستاینې د ترڅنګ، ژمنه یې وکړله چې د غړو د جذبولو لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې وکړی او د رڼو او سراسری ټاکنو لپاره به لار پرانیځی. نوموړی همداراز ژمنه وکړله چې د هغې یو جریب ځمکې د طی مراحل چارو لپاره چې د دې ولایت د مقام لخوا د میدان وردګ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د ودانۍ لپاره په پام کې نیول شوې ده، هلې ځلې وکړی.

په پای د میدان وردګ ولایت د عالمانو شورای رئيس په میدان وردګ ولایت کې د اتاق له جوړېدلو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، او زیاته یې کړله چې د دې ولایت د خصوصی سکتور د ملاتړ په برخه کې به له هېڅ راز مرستې ډډه وه نه کړی  او په پای کې د پټلۍ په برېکولو سره د میدان وردګ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په رسمی توګه پرانیستل شو.

د دې محفل د انځورونو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.