اتاق د پنجشېر ولایت ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته اړینې مرستې ووېشلې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د خصوصی سکتور په مرسته د پنجشېر ولایت د بېلابېلو کلیو وکړو ته چې د وروستی واورې ښویېدنې له کبله زیانمن شوی ول، د مرستو کڅوړې چې وریژې، غوړی، کمپلې او بوټونه پکښې شامل ول، ووېشلې. او همداراز یو میلیون نقدې افغانۍ یې هغو کورنیو ته ووېشلې چې د خپل کورنۍ غړی یې په دې پېښو کې له لاسه ورکړی ول.

دا مرستې د کام ایر، صافی ګروپ، شاداب ظفر، حمید ګلزار، عمرزی ګروپ، د ګلبهار سنټر مالک، عمران هولدینګ ګروپ، آریا تارګیت ګروپ او مارکوپولو پلاستیک شرکتونو له لخوا ترسره شوی وی.

د یادونې وړ ده چې د خصوصی سکتور ځینو غړو خپلې مرستې په مستقیمه توګه د پنجشېر ولایت زیانمنو شویو ولسوالیو او کورنیو ته رسولې وی، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له دوی څخه په مننې سره د دوې بشرپاله مرستو ستاینه کوی.

په دې سفر کې د یاد پلاوی غړی هر یو، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د عامل پلاوی رئیس ښاغلی عتیق الله نصرت، د پالیسۍ مرستیال ښاغلی عبدالقدیر بهمن، مالی مسؤل ښاغلی نقیب الله لاروی او سرمفتش ښاغلی امانت خان زمه وار، ول.

د دې سفر د انځورونو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.