د سپین بولدک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق به ډېر ژر جوړ شی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق رسمی پلاوی هر یو الحاج ښاغلی محمد یونس مومند د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی تجارتی مرستیال، د غړو د اړیکو مسؤل ښاغلی خواجه شاه درویش، د عامه اړیکو مسؤل ښاغلی هاشم رسولی او د ولایتی غړیتوبونو د ثبت مدیر ښاغلی محمد نعیم امیری د سپین بولدک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د جوړولو په موخه دې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

یاد پلاوی لومړی د کندهار ولایت مقام ښاغلی ډاکتر توریالۍ ویسا سره ولیدل. په ناسته کې چې د کندهار ښاروال هم حضور درلوده، د کندهار ولایت مقام د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د جوړولو په باب د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی په ځانګړی توګه د ښاغلی الحاج محمد یونس مومند نوښت د ستایلو ترڅنګ، د دې اتاق جوړېدنه یې د دې ولسوالۍ د خصوصی سکتور د ودې او همداراز په راتلونکی کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې ډېر ګټور او اغېزمن وباله. ښاغلی ډاکتر توریالی ویسا خپل ملاتړ په لیکلې بڼه په ډاګه کړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړلهه څو په دې برخه کې د له هېڅ راز مرستو ډډه و نه کړی.

وروسته له هغه یاد پلاوی یادې ولسوالۍ ته ولاړه او د سپین بولدک له ولسوال ښاغلی علی آقا سره یې ولیدل. ښاغلی علی آقا د سپین بولدک د اتاق د جوړېدنې څخه د هرکلی ترڅنګ، خپله موافقه یې هم څرګنده کړله.

ورپسې د یاد پلاوی غړو د سپین بولدک ولسوالۍ له سوداګرو او خصوصی متشبثینو سره په صدام مارکېټ کې یوه غونډه جوړه کړله. په ناسته کې چې ګڼو سوداګرو، صرافانو او په ټوله کې خصوصی متشبثینو ګډون درلوده، ښاغلی الحاج محمد یونس مومند د ولایتی او ولسوالیو اتاقونو جوړېدنه یې د هغې سیمې او ولسوالۍ د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو او د خصوصی سکتور ترمنځ د همغږی د رامنځته کولو او په پایله کې د اقتصاد د ودې لپاره ډېر با اهمیته وباله. نوموړی زیاته کړله په سپین بولدک ولسوالۍ کې چې د هېواد یو له لویو ولسوالیو څخه شمېرل کېږی د یو سوداګرۍ او صنایعو اتاق جوړېدل ډېر اړین دی.

ښاغلی الحاج مومند همداشان څرګنده کړله چې خصوصی متشبثین د اتاق د غړیتوب په ترلاسه کولو سره کولای شی چې خپلې سوداګریزې ستونزې او شخړې د دې بنسټ له لارې په ډېر لږ وخت کې اوارې کړی.

ښاغلی مومند د ټولو ولایتونو اتاقونو د مدیره پلاوی ټاکنو ته چې د ۱۳۹۴ کال د غوئې په ۱۵ مه نېټه پېلېږی، هم اشاره وکړله. نو له همدې کبله د سپین بولدک د اتاق د ټاکنو د ترسره کېدلو پورې به، موقت مدیره پلاوی به اړوندې چارې د ولسوالۍ اتاق د عامل مدیر او یو ادارې مدیر په مرسته، مخته یوسی.

ښاغلی الحاج محمد یونس مومند همداراز زیاته کړه چې د سپین بولدک د ولسوالۍ د اتاق جوړېدنه په هېڅ عنوان د کندهار اتاق د سیال په توګه نه ده، بلکه د کندهار ولایت د همکار په توګه به فعالیت وکړی او د خپلو پروګرامونو او پروژو په برخه کې به د نورو ولایتی اتاقونو په شان کار وکړی.

نوموړی هیله مندی څرګنده کړله چې د دې اتاق په جوړېدلو سره به په نژدې راتلونکی کې  د سپین بولدک – چمن ګډ اتاق جوړېدلو ته هم زمنیه برابره شی او د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به سوداګرۍ لا ډېره پراختیا ومومی.

ورپسې ښاغلی خواجه شاه درویش د غړیتوب د ترلاسه کولو د بهیر په هکله خبرې وکړلې او زیاته یې کړله چې د اتاق د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د آیسا ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څخه آآنیی سوداګرۍ او پانګې اچونې جواز، د افغانستان بانک جواز او یا هم د سیلانی شرکتونو لپاره له عدلیې وزارت څخه جوازونه د اعتبار وړ دي.

په دې ناسته کې د سپین بولدک ولسوالۍ سوداګرو او خصوصی متشبثینو هم خبرې وکړلې او هر یوه په خپل وار سره د دې ولسوالۍ د خصوصی متشبثینو ترمنځ د همغږی د رامنځته کولو او د سوداګرو د ترانزیتی ستونزو د اوارولو په برخه کې د دې اتاق د اهمیت په باب خبرې وکړلې او په پایله کې پرېکړه وشوله چې دا اتاق باید رامنځته شی. وروسته له هغه پرېکړه وشوله څو د غړیتوب بهیر تر راتلونکو ۱۰ ورځو دوام ومومی او وروسته له هغه د کندهار ولایت د مقام او د دې ولایت او سپین بولدک ولسوالۍ د نورو سکتوری چارواکو په ګډون او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د رسمی پلاوی په حضور رسماً پرانیستل شی. سربېره پر دې پرېکړه وشوه څو یوه لس کسیزه کمیټه باید د غړیتوب بهیر وڅاری او د پرانیستغونډې لپاره اړینې چوپړتیاوې تر لاس لاندې ونیسی.

د دې سفر په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پلاوی هڅه وکړله څو د سپین بولدک اتاق د جوړولو لپاره ځمکه ترلاسه کړی. نو په همدې موخه یې ښاغلی نعمت الله وفا د کندهار ولایت د ولایتی شورای وکیل او د نائب سلطان محمد خان ښارګوټی بنسټ ایښودونکی، چې ټاکل شوې ده په یاده ولسوالۍ کې په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې جوړ شی، سره ولیدل. ښاغلی وفا ژمنه وکړله څو د سپین بولدک اتاق د جوړولو لپاره به یو جریب ځمکه ځانګړې کړی.

د دې سفر د انځورونو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د ۱۳۹۳ کال د کب ۱۴ مه