د هلمند ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د اساسنامې د پنځلسمې مادې، د لومړي بند د (ج) جز له مخې او د اتاق د مدیره پلاوی د دوهم پړاو دوهمې غونډې پرېکړې پر بنسټ، او د ولایتی او ولسوالیو اتاقونو د رامنځته کېدو په لړ، د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ او د دې ولایت د ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو په ګډون د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲ مه نېټه د عبدالباری جهانی د کنفرانسونو په سالون کې، د دې ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې پرانیستل شو. د هلمند د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق جوړېدنه د دې ولایت د خصوصی متشبثینو یو له پخوانیو هیلو څخه وه، چې بالاخره له څو کلونو هلو ځلو وروسته دا هیله په حقیقت واوښتله.

دا درنه او پرتمینه غونډه د دې ولایت د مقام سرپرست ښاغلی محمد نعیم بلوچ، د اتاق د مدیره پلاوی تجارتی مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند، د ولایت مقام مرستیال ښاغلی محمد جان رسولیار، د ولسی جرګې غړې آغلی نسیمه نیازی، د ولایتی شورای رئیس ښاغلی کریم اتل، د سیمې حکومتی چارواکو، سوداګرو او پانګه والو په حضور د ماسپښین ۲ بجې جوړه شوله.

له آجندا سره سم لومړی ښاغلی الحاج علی احمد ناصری د خصوصی سکتور په استازیتوب، د ښاغلی مومند په مشرۍ دې ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق باصلاحیته پلاوی ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ، دا کار یې د هلمند ولایت د خصوصی سکتور د اغېزمنو اقتصادی فعالیتونو د همغږی کولو په برخه کې ستر ګام و باله او له دې نېک او اغېزمن ګام څخه یې د هلمند ولایت د خصوصی سکتور ملاتړ څرګند کړ.

د اتاق د مدیره پلاوی تجارتی مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند د اتاق موخو او پروګرامونو ته په اشارې سره، د افغانستان په ګوډ ګوډ کې په ځانګړې توګه په مهمو اقتصادی ولایتونو او ولسوالیو کې د ولایتی اتاقونو د رامنځته کېدو د ستراتیژی اړتیا په داسې توګه څرګنده کړله: ویاړم چې نن په لشکرګاه ښار کې د خصوصی سکتور د ټولنې او حکومتی چارواکو ترڅنګ د هلمند ولایت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د پرانیستنې شاهد یم. د هلمند اتاق جوړېدنه د خصوصی سکتور د فعالیتونو د همغږی کولو او همداراز د دې ولایت د اقتصادی فعالیتونو د ودې لپاره یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه دی. په همدې توګه غواړم چې د ولایت مقام، په پارلمان او ولایتی شورای ګانو کې د خلکو استازو او د هلمند ولایت د خصوصی سکتور فعالو غړو له ملاتړ څخه، چې د لشکرګاه ښکلی ښار ته د راتلو راهیسی یې ښاهد یم، مننه وکړم. بې له کوم شک څخه چې ستاسو ښاغلو له ملاتړ پرته د هلمند ولایت د اتاق په رامنځته کښېدو کې به له ننګونو سره مخ کښېدو. نن غواړم چې د دې ترېبون له لارې تاسو ته یو بل زېرۍ هم درکړم.

د دې ولایت له مقام سره مې چې په تېرو څو ورځو کې خبرې اترې درلودلې وتوانېدم چې د هلمند و لایت د اتاق د ودانۍ لپاره د یو جریب ځمکې د ځانګړې کولو ته د دې ولایت د مقام موافقه هم ترلاسه کړم او تاسو ته ډاډ درکوم چې ډېر ژر به د هلمند ولایت قدرمن خلک د هلمند ولایت د اتاق د بنسټ ډبرې د ایښودو شاهد ووسی. د اتاق د درېیمو ټاکنو مهالویشت مطابق د ۱۳۹۴ کال د غوئې د میاشتې په ۲۰ مه نېټه به د هلمند ولایت د اتاق د مدیره پلاوی د ټاکلو لپاره رڼو، محرم، مستقیم او خپلواکو ټاکنو شاهد ووسو. په همدې موخه د هلمند ولایت له خصوصی سکتور سره د خبرو اترو وروسته، د هلمند ولایت د خصوصی سکتور درېیو غړو ژمنه وکړله څو د ټاکنو د ترسره کېدو پورې به د هلمند ولایت د اتاق لپاره د غړو د جذبولو په برخه کې به مرسته وکړی چې هر یو ښاغلی الحاج علی احمد ناصری، ښاغلی هارون پوپل او ښاغلی معلم حمید الله د هلمند ولایت لپاره د غړو د جذبولو او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د زمینې د برابرولو دنده پرغاړه واخیستله. په پای کې د هلمند ولایت له ټولو سوداګرو، پانګوالو او د هلمند ولایت د خصوصی سکتور له فعالینو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوم څو په دې ولایت کې د خصوصی سکتور د لاهمغږی کښېدو په موخه د هلمند ولایت د اتاق د غړو د ډېروالی په برخه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړی.

وروسته له هغه د هلمند ولایت د مقام سرپرست ښاغلی محمد نعیم بلوچ د خپلو ویناو په لړ کې د هلمند د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له جوړېدو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او دا ستر ګام یې د هلمند ولایت خصوصی سکتور ته مبارکۍ وویله. د یادولو وړ ده چې د ولایت د مقام مرستیال ښاغلی محمد جان رسولیار د هلمند ولایت د اتاق د ودانۍ لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو باندې د موافقې ترڅنګ، ښاروالې ته یې لارښوونه وکړله څو ژر تر ژره ځمکه وټاکی او د اتاق په واک کې یې ورکړی.

له آجندا سره سم وروسته له هغه د هلمند ولایت د ولایتی شورای رئیس ښاغلی کریم اتل د هلمند د سوداګرۍ او صنایعو اتاق جوړېدلو لپاره د مشرتابه له هلو ځلو څخه په مننې سره څرګنډه کړله چې د خصوصی سکتور د فعالیتونو یووالی او همغږی کول په دې ولایت کې د اقتصادی فعالیتونو د ودې او پرمختګ په ګټه دی او د هلمند ولایت د ولایتی شورای په استازیتوب له دې نېک ګام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په پارلمان کې د خلکو استازې آغلې نسیمه نیازی هم د دې غونډې له ویناوالو څخه وه.

شآغلې نیازی د خصوصی سکتور د غړو ترمنځ پر یووالی د ټینګار ترڅنګ د هلمند اتاق له جوړېدنې څخه یې ملاتړ وکړ او د هلمند ولایت د خصوصی سکتور له غړو څخه يې وغوښتل څو په دې ولایت کې د اقتصادی فعالیتونو د لا ډېر همغږی کولو په برخه کې کوټلی ګامونه اوچت کړی. همداراز آغلې نیازی د خصوصی سکتور د ټولنې هغو سوداګرو ته چې د غیر معیاری او بی کیفیته توکو په واردولو لاس پورې کوی، په وینا سره وویل، چې د دوی دا کار د افغانستان  اقتصاد ته لوی خیانت دی.

د غونډې په پای کې د ولایت د مقام د بې سارو او هر اړخیزو مرستو او د هلمند ولایت د درنو خلکو او فعال خصوصی سکتور د ملاتړ په درناوی، د خصوصی سکتور عالی نښان د ښاغلی الحاج محمد یونس مومند لخوا د هلمند ولایت د باعزته خلکو او فعال خصوصی سکتور په استازیتوب د هلمند ولایت د مقام سرپرست ښاغلی محمد نعیم بلوچ ته ډالۍ کړی شو. او د لومړی ځل لپاره د هلمند د سوداګرۍ او صنایعو اتاق جوړ او پرانیستل شو.

د دې محفل د انځورونو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.