د لغمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د لومړي ځل لپاره په لغمان ولایت کې خپله ولایتی څانګه پرانیستله. دې اتاق له بېلابېلو سکتورونو څخه د ۳۰۰ غړو په درلودلو خپل فعالیت د یوې پرتمینې غونډې په لړ کې د دې ولایت سرپرست ښاغلی ډاکټر فضل الله مجددی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د مدیره پلاوی غړو الحاج نظام الدین تاج زاده او الحاج عصمت الله وردګ، د عامل پلاوی رئیس ښاغلی عتیق الله نصرت او د اتاق مالی او اداری مرستیال ښاغلی احمد توفیق داوری په حضور، د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په ۱۲ مه نېټه، پیل کړ.

د اتاق د قانون او اساسنامې پر بنسټ، د ولایتی اتاقونو د مدیره پلاوی غړی د ټاکنو له لارې د اړوند اتاق د چارو مسولیت د یوې درې کلنې دورې لپاره پر غاړه اخلی. له همدې کبله د لغمان ولایت د اتاق د مدیره پلاوی غړو د ټاکنو تر جوړېدو به د یاد ولایت درې مخور سوداګر هر یو ښاغلی الحاج شریف ناصری د منصور جمال شرکت رئیس (د موقت رئیس په توګه)، الحاج شریف (د موقت مرستیال په توګه)، او ښاغلی الحاج فاروق( د موقف منشی په توګه) د دې ولایت اتاق د مدیره پلاوی په توګه مشرۍ پر غاړه ولري.

د غونډې په پیل کې ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د اړوندو ولایتونو د خصوصی سکتور د ودې او همداراز د دولتی بنسټونو پر وړاندې له خصوصی سکتور څخه د مدافعی لپاره د خصوصی سکتور د یو مشخص آدرس، او د دولت او خصوصی سکتور تر منځ د یو ارتباطی پله په شان د ولایتی اتاقونو د څانګو د اهمیت په اړه خبرې وکړلې.

ښاغلی الکوزی د لغمان ولایت د اتاق د ودانۍ د جوړولو لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو او د لویو ناستو د برابرولو لپاره د دې ولایت د مقام د کنفرانسونو سالون په واک کې د ایښودلو لپاره د لغمان ولایت له سرپرست والی څخه د مننې  ترڅنګ زیاته کړله چې د لغمان ولایت پرانیستل به دې ولایت ته د پانګو اچونو او سوداګرو او په ځانکړی توګه د هغو سوداګرو د جذب لپاره چې اصلا له همدې ولایت څخه دی ډېر اغېزمن ووسی او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق به هڅه وکړی څو د لغمان ولایت کرهنیزو او صنعتی محصولاتو لپاره په ملی او نړیواله کچه د بازار موندنې زمینه برابره کړی.

ښاغلی عتیق الله نصرت د خصوصی سکتور د ودې لپاره د ملی وحدت حکومت د اقتصادی پالیسی ګانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د یادو پالیسی ګانو د اغېزمن پلی کولو لپاره د ولایتی اتاقونو پر اهمیت ټینګار وکړ. ښاغلی نصرت هیله مندی څرګنده کړله چې په دې ولایت کې د شته فرصتونو په ځانګړې توګه د کرهنې او د خوراکی توکو د پروسس په سکتورونو کې د فرصتونو په پام کې نیولو سره به کورنۍ او بهرنۍ پانګې لغمان ولایت ته جذبې شی.

ورپسې د لغمان ولایت سرپرست والی د خپلې دندې په بهیر کې د دې ولایت د اتاق پرانیستل یوه ستره لاسته راوړنه وباله او زیاته یې کړله چې د لغمان ولایت ولایتی اداره به هڅه وکړی څو په دې ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي. ډاکټر مجددی د دې ادارې لخوا د هراړخیزو مرستو ژمنه وکړله.

همدارنګه ښاغلی مجددی د خپلې وینا په لړ کې د صنعتی پارکونو لپاره د لغمان ولایت پراخو ځمکو ته په اشارې سره له سوداګرو څخه وغوښتل څو په دې ولایت کې پانګه اچونه وکړی.

نو له همدې کبله د لغمان ولایت له ټولو خصوصی سوداګرو څخه غوښتنه کېږی څو د دې ولایت د ولایتی اتاق غړیتوب ترلاسه او له خدمتونو څخه یې برخمن شی. د اړیکی شمېره: 0799337777 (موقت رئیس) الحاج محمد شریف.

د دې محفل د انځورونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.