اتاق د دانګام د جګړی له ۲۰۰ ځپل شویو کورنیو سره د اولیه موادو مرسته وکړله

د افغانستان د خصوصی سکتور د مرستو لومړی کاروان کنړ ولایت ته ورسېده او د دانګام ولسوالۍ د جګړی ۲۰۰ خپل شویو کورنیو ته چې د دې ولایت مرکز اسعد آباد ته کډه شوی ول، و وېشل شول.

دغه اولیه مواد د دوه میلیونو افغانیو په ارزښت چې (یو بوجۍ وړه، یو بوجۍ وریځې، یو قطی غوړی او یوه کمپله) په پکښې نغښتلی وه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د رهبری پلاوی تر نظر لاندې د حبیب ګلزار محترم شرکت په مرسته د دانګام ولسوالۍ په وروستی جکړه کې ځپل شویو کورنیو ته ووېشل شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی چې د یاد پلاوی په مشري يې د کنر ولایت مرکز ته سفر کړی وه، د دانګام د وروستۍ جګړی له کبله د بې ځایه شویو کسانو د ستونزو په هلکه یې وویل:"د دانګام ولسوالی دغه وروستۍ جګړه د پاکستانی طالبانو او یا د ډیورند د کرښی د دواړو خواوو د طالبانو لخوا د دانګام ولسوالی پر اوسېدونکو، چې د طالبانو پر وړاندې یې پاڅون کړی وه پیل شوې ده. دغې جګړې د سیمې ملکی خلکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی دی. چې له دې ډلې سلګونه کورونه د طالبانو لخوا سوزول شوی او په زرګونه خلک چې شاوخوا ۶۰۰ کورنې کېږی، د شیګل، کرهالی، اسمار، چغه سرای، اسعد آباد او د ننګرهار ولایت مرکز ته کډه شوی دی. دغو بې ځایه شویو کسانو پرته د ځان له کالیو بل هېڅ هم نه درلودل او په ډېر ناوړه حالت کې یې شپې ورځې سبا کولې".

ښاغلی الکوزی زیاته کړله: " له ملی سوداګرو او د خصوصی سکتور د ټولنې له غړو څخه، د دانګام د جګړې د ځپل شویو کسانو لپاره د مرستی په باب، د اتاق د غوښتنې پر بنسټ، د حبیب ګلزار شرکت په لومړنی فرصت کې له ۲۰۰ کورنیو سره مرستې وکړلې چې زما او، د کنړ ولایت د اتاق د مدیره پلاوی، د کنړ ولایت محترم والی او د حبیب ګلزار محترم شرکت د استازی تر نظر لاندې د دانګام د جګړې له امله بې ځایه شویو کورنیو ته ووېشل شول". همداشان د اتاق تجارتی مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند د ۱۰۰ کورنیو لپاره کمپلی او د ننګرهار ولایت د اتاق رئیس او مومن ګمپنیو ګروپ ښاغلی عتیق الله مومن ۱۰۰ کارتنه غوړی د دې جګړې ځپل شویو ته برابر کړی دی چې په نږدې راتلونکې کې په ووېشل شی."

همداراز ښاغلی الکوزی د دانګام د جګړی د ځپل شویو لپاره د ځانګړی بانکی حساب د پرانیستلو څخه هم یادونه وکړله. د نوموړی په وینا تر اوسه ۱۵۰۰۰ امریکایی ډالر د سوداګرو او د خصوصی سکتور د غړو لخوا په دې حساب کې جمع شوی دی. ښاغلی الکوزی څرګنده کړله:" که څه هم دغو بې ځایه شویو سره ډیری مرستې د اتاق لخوا ترسره شوی دی او په راتلونکې کې که به هم د مرستو دا لړی دوام و مومی، خو نوموړی ټینګار وکړ چې د دانګام ولسوالۍ د بې ځایه شویو کسانو اړتیاوې ډېر دی او باید دولتی او غیر دولتی بنسټونو په ځانګړی توګه د افغانستان د خصوصی سکتور د ټولنې لخوا هغوی سره ډیری مرستی وشی."

د یادونې وړ ده چې د کنړ ولایت د دانګام ولسوالی د ځینو سیمو اوسېدونکو څو موده وړاندې د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی وه چې دا امر د دوی د غوسې د راپارولو لامل شو او په پایله کې درې اونۍ وړاندې د پولۍ د دواړوو خواوو طالبانو چې شمېر یې ۲۰۰۰ کسانو ته رسېده، پر یادو سیمو یې بریدونه پیل کړل. د سیمې د خلکو د جګړې او مقاومت په پایله کې، که څه هم دواړو خواوو ته ځانې زیانونه اوښتی دی، د دې سیمې خلکو ته درانه مالی زیانونه هم اوښتی دی. او لسګونه کورونه د طالبانو لخوا سوزول شوی او سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوی دی.