د تازه مېوو او سبزیجاتو لوی مارکېټ په کندهار کې پرانیستل شو

د تازه مېوو او سبزیجاتو یو لوی مارکېټ د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د کندهار ولایت سرپرست ښاغلی پوهاند ډاکټر توریالی ویسا، د کرنې او اوبولګونې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو مرستیالانو، د افغانستان دسوداګرۍ او صنایعو اتاق او د کندهار اتاق د مشرتابه، د ایران،  هندوستان او پاکستان هېوادونو سرکنسولانو او د ګڼ شمېرو ملی سوداګرو په ګډون د ۱۳۹۳ کال د لیندی په ۶ مه نېټه په رسمی توګه پرانیستل او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

دغه مارکېټ چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د تجارتی مرستیال ښاغلی محمد یونس مومند لخوا د ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت په ۵۰ جریبه مکه کې جوړ شوی دی، د ۷۵۰ هټیو د درلودلو سربېره، د سوداګرۍ لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې لکه د کرنیزو محصولاتو د بسته بندی آسانتیا، د تازه مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې، پراخه سېمه، دوامداره برېښنا، رستورانټونه، درملتون، روغتون، بانکونه او د پیسو د بدلولو مرکزونه هم لری.

دا مارکېټ د بڼوالانو لپاره یو مناسب ځای دی ترڅو پرته له اوږده مزل او ډېر لګښت ‎خپل محصولات وپلوری.

په دې مارکېټ کې چې د تازه مېوو د سوداګرو په ملاتړ جوړ شوی، مېوې له بڼوالانو څخه له پېرودل کېدو وروسته پروسس او په کورنی او بهرنیو مارکیټونو کې پلورل کېږی.

د کندهار ولایت سرپرست ښاغلی توریالی ویسا د دې مارکیت په پرانیستغونډه کې وویل د دې مارکیت جوړېدل د بڼوالانو لپاره او د هغوی د کار د لا غوړېدا او کورنی او نړیوالو مارکېټونو ته د افغانستان د سهیل د مېوو د رسولو د همغږي کولو په برخه کې ډیر اغیزمن او ګټور ده.

نوموړی زیاته کړله د بڼوالانو د محصولاتو د پلورلو لپاره د مناسب بازار نه شتون، په افغانستان د بڼوالې پر وړاندې یو له سترو خنډونو څځه شمېرل کېږی. خو د دې مارکېټ په جوړېدلو سره بزګران او بڼوالان کولای شی چې خپل محصولات پر سوداګرو وپلوری او ډېره ګټه ترلاسه کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی د یادې پانګې اچونې څځه د مننې ترڅنګ وویل چې دا پانګه اچونه په داسې حال کې تر سره کېږی چې د هېواد امنیتی او اقتصادی حالت ښه ندی، خو ښاغلی مومند د ملی مسولیت په منلو سره او د کندهار خلکو لپاره د کار د زمینې د برابرولو لپاره په ډیرې غټې پانګې اچونې لاس پورې کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلی مزمل شینواری، د پانګې اچونې او سوداګرۍ لپاره د یو ښه بستر د جوړولو لپاره د نوی حکومت د ژمنو په هکله خبرې وکړلې. نوموړی زیاته کړله چې حکومت په پام کې لری ترڅو د هېواد په لویو زونونو لکه کندهار، کندز، هرات، ننګرهار، بلخ او فاریاب کې د اقتصادی ودی پروګرامونه پلی کړی ترڅو د یادو زونونو د ودې ترڅنګ، ګاونډی ولایتونه یې هم پراختیا ومومی.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې رئیس ښاغلی وفی الله افتخار هم د ولایتونو د اقتصادی ودی لپاره د حکومت پر پرمختیایی پروګرامونو ټینګار وګړ او وی ویل: د ولایتونو اقتصادی وده او پرمختګ د ټول هېواد د ملی اقتصاد د پرمختګ لامل کېدی شی.

په دې غونډه کې ځینو نور ویناوالو، د کندهار د ولایتی شورا رئیس، د کندهار د ولایتی شورای غړی، په ولسی جرګه کې د کندهار ولایت وکیلان او قومی مشران هم خبرې وکړلې.

د دې مارکیټ د انځورونو د کتلو لپاره دلته کلیک وکړئ.