د وزیرستان ګډوالو ته د اتاق د سخاوت صندوق او د خوست ولایت د سوداګرو مرستې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د بشردوستانه پالیسې په رڼا کې، اتاق یو ځل بیا د سخاوت صندوق له سرچینې څخه د ۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکی لکه: وړه او غوړي د وزیرستان ګډوالو ته چې په خوست ولایت کې استوګن شوی او په کلکه مرستې اړتیا لري، ووېشل.

د اتاق د سخاوت د صندوق د مرستو د وېشلو لړی، د اتاق د صلاحیتلرونکي پلاوی، د اتاق د مالي او اداري سرمفتش ښاغلی امانت خان ذمه وار، د خوست د اتاق د مدیره پلاوی د رئیس ښاغلی شاه باز خان ګربز او د نوموړی مرستیالانو، عامل مدیر ښاغلی نواب امیرزی او د خوست ولایت د اتاق د مالي او اداری مدیر ښاغلی فیض آقا، او د یو شمېر رسنیو به حضور د ۱۳۹۳ کال د زمري د میاشتې په ۲۷ مه نېټه روانه وه.

همدا راز له دې مخکې هم د پام وړ مرستې د ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت توکی لکه: خیمې او لومړني توکی د خوست ولایت د سوداګرو لخوا د یاد ولایت د اتاق  په مرسته د وزیرستان په ګډوالو و وېشل شول.

هغه شرکتونو او سوداګرو چې په دې بشر دوستانه مرستو کې ونډه درلودله لاندې ذکر شوی دي.

1-     د حسام لمیتد او افغان شرکت محترمو شرکتونو د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۵ مه نېټه د ۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت خیمې او لومړني توکي؛

2-     د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۵ مه نېټه د ۸۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د FC  گروپ (کوپراتیفونو) مرستې؛

3-     د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۲۲ مه نېټه د ‍۱۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پیر سلیم شاه محترم شرکت لخوا د لومړنیو توکو مرستې؛

4-     د ۱۳۹۳ کال د غبرګولى په ۵ مه نېټه د ۱۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د خوست ولایت د اتاق د مدیره پلاوی رئیس ښاغلی شاه باز خان ګربز لخوا د لومړنیو توکو مرستې؛

د یادولو وړ ده چې په روان کال کې د پاکستان پوځ لخوا چې په وزیرستان کې عملیات پيل شوی دی، د یادې سیمې څه د پاسه اویازره اوسیدونکي خوست ولایت ته ګډوال شوی دي.

دغه ګډوال چې په خورا ناوړه وضعیت کې شپې او ورځې تېروي په کلکه مرستې په اړتیا لري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له خپلې وسې سره سم د خصوصي سکتور په مرسته هڅه وکړله چې د روژې په مبارکې میاشت کې بسپنې راټولې او پر بې وزلو یې ووېشي.