د کاپیسا اتاق د ودانۍ د تهداب ډبره کېښودل شوه

د کاپیسا د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د ودانی د تهداب ډبره د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۵ مه نېټه د یو محفل په لړ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی د لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی لخوا په داسې حال کې کېښودل شوه چې د کاپیسا د ولایت د والی مرستیال ښاغلی عزیزالرحمان تواب، د یاد ولایت د دولتی او غیر دولتی ادارو ځیو چارواکو، د اتاق د عامل پلاوی مرستیال ښاغلی الحاج توفیق داوری، د کاپیسا د مدیره پلاوی غړو او ګڼ شمېرو سوداګرو او پانګوال په محفل ګډون درلوده.

ښاغلی الکوزی د کاپیسا ولایت د ودانۍ د جوړېدو د اړتیا په هکله وویل: (دا ودانۍ د کاپیسا د ولایت د سوداګرۍ د ودې او د هغو ظرفیتونو څخه د کاراخیستلو په موخه جوړیږي چې تر اوسه ترې ګټه نده پورته شوې. د دې ودانۍ جوړېدنه د کاپیسا ولایت د اوسیدونکو لپاره خورا ډیره اهمیت لري، او د دې ولایت د سوداګرۍ پر ودې به ښې اغېزې ولري. او تمه کیږي چې دا ولایت وکولای شي یو له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ووسي.)

ښاغلی الکوزی زیاته کړه: (په کاپیسا ولایت کې په بڼوالۍ او کرهنې برخو کې ډیر ظرفیتونه شتون لري چې د    اتاق له لارې دهغو د ودې لپاره به هڅې وشي ترڅو خلک وکولای شي چې لا زیاتو امکاناتو ته لاس ومومی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په دې برخه کې ژمن دې او د دې ولایت مشرتابه او خلکو څخه غواړي چې خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي ترڅو هغوی د دې ولایت درنو خلکو ته کار او د تولید زمینه برابر کړي.)

د کاپیسا د ولایت د والی مرستیال ښاغلی عزیزالرحمان تواب، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او هغوی مشرتابه څخه، چې پرېکړه یې کړی ده چې د دې اتاق ودانۍ جوړه کړی د مننی ترڅنګ، د خصوصي سکتور د فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې د هرراز همکاریو ژمنه وکړله.

د کاپیسا د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق ودانۍ، په څلورو پوړونو کې جوړېږي چې د یو پوړ د جوړولو بودیجه یې د کاپیسا ولایت سوداګرو لخوا او د دریو نورو پوړونو یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا ورکول کېږی. د دې ودانۍ په جوړېدلو سره به د کاپیسا اتاق به په راتلونکی کې یو له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه وی، چې ګڼ شمېر دفترونه او استازولۍ به له ځانه سره ولري.