د افغان فنلند د سوداګریزې شورای مرکز په بلخ کې پرانیستل شو

د افغان فنلند د سوداګریزې شورا مرکز د ۱۳۹۳ کال د غوئي په ۲۰ مه نېټه د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په سيمه کې پرانیستل شو. په دغه محفل کې چې په دې مناسبت د بلخ د اتاق د کنفرانس په سالون کې جوړه شوې وه، د بلخ د اتاق مشرتابه پلاوی، د بلخ د مقام مرستیال، په افغانستان د کې د فنلند لوی سفیر او په بلخ کې د افغان فنلند سوداګریزې شورای رئیس ګډون کړی وه.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د مدیره پلاوی رئیس ښاغلی آرش یونسي، د هېواد په شمال کې د سوداګرۍ وضعیت او د دغه شان ګډو سوداګریزو شورای ګانو د جوړولو د اغیزمنتیا په اړه خبرې وګړی او د دې شوراې جوړیدل یې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخیدو لپاره ډیر اړین وبالل.

د بلخ د والي مرستیال ښاغلی الحاج محمد ظاهر وحدت، د افغان فنلند د سوداګریزې شورای جوړیدل یې د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره اغیزمن وباله او هیله مندي یې څرګنده کړه چې نور هېوادونه به هم د دغه شان سوداګریزو شورای ګانو جوړیدلو ته لیواله شی.

په افغانستان کې د فنلند سفیر ښاغلي Arlmakl   د افغان فنلند د سوداګریزې شورا د جوړیدلو په اړه یې خبرې وکړی او دې شورای سره یې د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړله.

د غونډې په پای کې، د افغان فنلند د سوداګریزې شورا جواز چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعواتاق لخوا جوړ شوی وه، د ښاغلی محمد ظاهر وحدت او آرش یونسی لخوا د افغان فنلند سوداګریزې شوری رئیس ښاغلی غلام محمد پاینده ته ورکړل شو.