د سوداگرۍ لارښود کتاب په اړه معلوماتي ورکشاپ په کندز کی جوړ شو

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو اتاق یو ورځینی ورکشاپ د ۱۳۹۲ کال د جدي په ۲۲ مه نیټه د دې ولایت د اتاق په تالار کې، د سوداګرو، ښځینه سوداګرو او د پوهنتون محصیلینو په ګډون برابر کړ.

دغه ورکشاپ چې د جي ای زید په مرسته د یوه کورني سلاکار او متخصص لخوا جوړ شوې وه، په کښی د سوداګرۍ لارښود د کتاب د محتوا په اړه خبری وشوی چې په کې د صادرولو تګلارې، د ګمرکونو طی مراحل، سوداګرو لپاره د سوداګری او صنایعو اتاق خدمتونه، له لوړپوړو ادارو څخه د جواز اخیستل او د یو ښه سوداګرۍ د پیل څرنګوالې په کې شامل وه.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مرستیال ښاغلي عبدالرسول امیري، د جي آی زید دفتر د همیشګې همکاریو د مننی تر څنګ د کندز اتاق ته د دغه شان همکاریو غوشتونکي شول.

ښاغلي امیري، د دی کتاب خپریدل د سوداګرې تولنې لپاره ډیر اغیزمن وباله چې کولای شی د هغو سوداګرو لپاره چې نوی یی په کار پیل کړی دی ښه لارښود وه وسي.

د جي ای زید دفتر کارکونکی ښاغلي زین الدین سروش د دی کتاب خپریدل د سوداګرو لاښونې لپاره ډیر اغیزمن او ګټور وباله او ژمنه یی وګړه ترڅو د سوداګرو د ظرفیت د لوړولو لپاره به په راتلونکی کې هم دغه شان پروګرامونه جوړ کړي.

په همدې شان د سوداګرۍ د لارښود د کتاب اساسي موضوګانې لکه: د یو ښه سوداګرۍ د پیل څرنګوالې، د پاسپورت د ترلاسه کولو لارښود، د صادرتو او وارداتو د جواز د ترلاسه کولو لارښود، د آیسا د جواز د لاسته راوړلو لارښود، او داسې نور موضوعات د پریزنتیشن په توګه د ښاغلې محمد عارف حیرت لخوا ګډون کونکو ته وروپیژندل شو.