د خوست ولایت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو دوه ورځینی ورکشاپ

د خوست د سوداګری او صنایعو اتاق د ۱۳۹۲ کال د سلوغی په ۷ مه نیټه دوه ورځینی ورکشاپ د کارمندانو د ظرفیت د لوړولو په موخه په لاره واچوه.

ښاغلی نواب امیرزی د خوست  اتاق عمومی مدیر چی په یو هفته یی ورکشاپ کی د ( د ولایتی اتاقو د کارمندانو د ظرفیت لوړولو) تر نوم لاندی په مرکز جوړه شوی وه ګډون کړی وه، او خپلی زده کړی یی د بشری سرچینو، د غړو اړیکی، پالیسی او دولت سره اړیکی، د صنایعو او صادراتو پراختیا او د عامه اړیکو په برخو کی ګډون کونکو ته وړاندی کړل.

د خوست اداری او مالی مدیر ښاغلی فیض آقا یوسفزی د مرکز یو هفته یی ورکشاپ یو له ګډون کونکو ځخه وه چی د خوست اتاق د دوه ورځینی ورکشاپ کی یی د حقوقی خدمتونو او سوداګری حکمیت، بین المللی اړیکی، تیر، چمتوکول، ترانسپورت او ودانیو په برخو کی خپل مفصل او د زده کړی وړ مالومات وړاندی کړل.

د خوست مدیره پلاوی مشر ښاغلی الحاج شهباز خان د دغه شان ورکشاپونو جوړول د خوست ولایت د اتاق کارمندانو د ظرفیت په لوړولو کی اغیزمن وبله او په راتلونکی کی د همدی شان ورکشاپونو د پلاره اچولو غوښتنه یی وکړه