اتاق د سوداګرو مېرمنو لپاره په مزار شريف کې تعارفي ناسته جوړه کړه

د سوداګرو مېرمنو د فعاليتونو د حميايوي پاليسيو په لړ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق، دا ځل د آلمان د نړېوالې پراختيايي ادارې په همکارۍ په مزارشريف کې د سوداګرو مېرمنو لپاره  د ۱۳۹۲ کال د وږي د مياشتې په ۱۲مه نېټه یوه تعارفي ناسته جوړه کړه.

ددې ناستې څخه د اتاق موخه، د سوداګرو مېرمنو تر منځ د دوی د بلدتيا په موخه د يوې شبکې جوړول، د سوداګريزو فعاليتونو د تجربو شريکول، د سوداګرو مېرمنو ترمنځ د دوی د اړيکو په اړه د ګډو همکاريو تر سره کول، په افغانستان کې د کاروبار د وروستيو معلوماتو په اړه معلومات تر لاسه کول، د سوداګريزو فعاليتونو د ساحې په اړه سوداګرو مېرمنو ته معلومات ورکول او په يوه کتاب کې خپرول، او په کورنۍ او نړېواله کچه يې خپرول، د سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا لپاره د سوداګرو مېرمنو هڅول، د هېواد د اوسني اقتصادي حالت په اړه مېرمنو ته معلومات ورکول او د حل لارو لټول، مېرمنې ددوی فعاليتونو ته معتقدول، چې خپل فعاليتونه د ټولنيزو رسنيو له لارې خلکو ته ورسوي او په پای کې د اتاق څخه د هغوی تمې او هيلې وې.

په دې ناستې سره ټولو مېرمنو ته دا زمينه برابره شوه، چې د درې برياليو مېرمنو، هر يوې د کاويان د سوداګريزې پراختيا خدمتونو موسسې بنسټګرې، کاملې صديقي او یوې بريالۍ پانګوالې او د بلخ ولايت د ښځو چارو رئيسې مېرمن رابعه مريم تجربې واوري او د خپل کاروبار د پراختيا په برخه کې ترې ګټه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق ژمن دی، چې د سوداګرو مېرمنو فعاليتونو ملاتړ وکړي او دې ملاتړ ته د جندر برخې د پراختيا له لارې، همدا ډول ددې ډول ناستو جوړولو له لارې ور سره  مالي سرچينو او تخنیکي همکاريو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي او همدا ډول يې په کورنۍ او نړېواله کچه تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.