د غزني لاسي صنايع ددې ولايت په چهارشنبه بازار کې نندارې ته وړاندې شو

د غزني د سوداګرۍ او صنايعو اتاق، د دې ولایت د لاسي صنايعو او توليداتو د معرفي کولو او پلورلو په موخه یو نوښت کړی او د چهارشنبه بازار په نوم یې د څو خيمو په درولو سره ددې ولايت په یوه پارک کې بازار جوړ کړی.

دا بازر د ۱۳۹۲ کال د زمري د مياشتې په ۲مه نطټه د غزني ولايت د چارواکو، د لاسي صنايعو توليدوونکو او سوداګرو په ګډون پرانستل شو.

توليدوونکو په څلورو خيمو کې دوه هغو کې يې د نارينه وو، لاسي صنايع، چې زيورات، نګين په کې شامل وو او په پاتې دوه خيمو کې د مېرمنو لاسي صنايع، چې  یخن دوزي، ګلدوزي، موره دوزي، شال ګنډنې، د کورنو ښکلاييزتوکو او نور په کې نندارې ته ايښي وو.

دا بازار چې هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړېږي، څلور تنه نارينه په کې  خپل لاسي صنايع او له ۴۰ زياتې مېرمنې په دې خیمو کې خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کول.

د غزني اتاق دا نوښت کولی شي په دې ولايت کې د لاسي صنایعو د ودې لپاره یو نيک ګام وي او د توليداتو لپاره يې زمينه برابره کړي.

د غزني اوسېدونکي د دې ولايت دا نوښت ستايي او د توليدوونکو د هڅونې په موخه یې ښه بولي، په ځانګړې توګه دوی د خپلو توليداتو د پلورلو سره کولی شي د خپلو کورنيو اقتصاد پياوړی کړي.