د کونړونو د اتاق نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د کونړونو ولایت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق نوې ودانۍ د ۱۳۹۲ د وږي د مياشتې په ۲مه نېټه د اتاق د عالي رتبه پلاوي او د ولایتي دولتي  چارواکو په حضور کې رسماً پرانستل شوه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پرانستې په دې مراسمو کې د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، د کونړونو ولايت والي ښاغلي شجاع الملک جلاله، په پارلمان کې د کونړونو ولایت استازو، د کونړونو  داتاق د مديره پلاوي غړو، او د خصوصي سکټور استازو او نورو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

ښاغلي الکوزي د کونړ ولايت د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د مننې تر څنګ  چې د کونړ ولایت د اتاق د ودانۍ په جوړولو کې ډېره خواري کړې، وويل: (( د کونړ د سوداګرۍ او صنايعو اتاق یواځې یو اتاق نه دی، بلکې د ظرفيتونو جوړولو یو مرکز به وي. ما په هغه سفر کې چې امريکا او ترکيې ته درلود د هغه هېواد له پانګوالو غوښتنه وکړه چې په کونړ کې پانګونه وکړي.  مګر  په کونړ کې د ظرفيتونو او امکاناتو د معرفي کولو لپاره یو دفتر ته اړتيا وه چې له نيکه مرغه نن پرانستل شوه.))

ښاغلي الکوزي هيله مندي وښوده چې د کونړ اتاق ملاتړ وشي، چې وکولی شي خپل مسؤليتونه په سمه توګه تر سره کړي او ددې ولایت له ځوانانو يې هم غوښتنه وکړه چې خپل ځانونه د نوې ټکنالوجۍ سره بلد کړي او د یو موټي کونړ لپاره راټول شي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د اقتصادي فعاليتونو په برخه کې اتاق یواځينی بنسټ وباله او داتاق د مشرتابه پلاوي او په ځانګړي توګه یې د ښاغلي الکوزي څخه مننه وکړه، چې په کونړ ولايت کې د سوداګرۍ اتاق جوړ کړی دی.

ښاغلي جلاله زياته کړه: (( هڅه کوم، چې په دې ولايت کې د حجارۍ ستره کار خونه جوړه کړم، چې د کونړ له لرګيو او ځنګلونو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي.))

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي ښاغلي الحاج صالح محمد صالح په خپلو خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او خصوصي سکټور د دولت د مهمو تمويلي منابعو په توګه ياد کړل چې په خبره يې: (( دولت ته د مالياتو ورکولو له لارې يې د هېواد مالي نظام په پښو درولی دی.))

د کونړ اتاق ولايتي دفتر اته کاله وړاندې رامنځته شو او تر اوسه يې په کرايي ودانۍ کې خپل فعاليتونه کول، چې په دې وروستيو کې دا ودانۍ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په همکارۍ، ددې ولايت د سوداګرو په همکارۍ په يوه پوړ کې په پوخ او اساسي شکل جوړه شوه، چې کولی شي سوداګرو او خصوصي سکټور ته زياتې  اسانتياوې رامنځته کړي.