د تخار اتاق د تاجکستان د خطلان ولایت او تخار ولایت تر منځ د اقتصادي او بين المرزي کميسون په ناسته کې برخه واخيسته

د تاجکستان د خطلان ولایت او تخار ولایت تر منځ بين المرزي او اقتصادي کميسون د ۱۳۹۲ د غبرګولي د مياشتې په ۳مه نېټه ددې ولايت په قورغان تپه ښار کې د تخار د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او خطلان د اتاق د مسؤلينو، د تخار، کندز او خطلان ولایت دولتي چارواکو په ګډون تر سره شوه.

دا کميسون چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د ۱۳۹۲/۳/۸ د ۱۶۵۶ ګڼه فرمان پر اساس منظور شوی دی.  د تخار ولایت د ۱۳۹۲/۳/۱۰ نېټې د مکتوب له مخې ددې پرانستې ناسته د ۱۳۹۲/۳/۳ نېټه جوړه شوه او د بين المرزي او همداډول په اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په کې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې ددې کميسون پر هوکړه ليک، پروتوکول او علمياتي پلان هوکړه وشوه او د درې واړو ولايتونو د مسؤلينو له خوا لاسليک شو.

په دې ناسته کې د تخار د اتاق د عامل پلاوي مدير ښاغلي الحاج محراب الدين د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او ددې ولايت د خصوصي سکټور په استازيتوب برخه اخيستې وه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې  د دواړو ولايتونو تر منځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې او په همدې موخه یې د تاجکستان او افغانستان ددې هم سرحده ولايتونو تر منځ یو هوکړه ليک هم لاسليک کړ.

ددې هوکړه ليک له مخې هرو دوه مياشتو کې به ددواړو اتاقونو( تخار او خطلان) تر منځ د سوداګريز تواصل ناستې تر سره کېږي چې لس تنه افغان سوداګر او لس تنه تاجک سوداګر به په کې برخه اخلي.

ور پسې په هغه ناسته کې چې د ۱۳۹۲ /۳/۱۳ د تخار ولايت د محترم مقام په رياست تر سره شوه او د تخار ولايت د عامل پلاوي مدير هم په کې برخه اخيستې وه، په هغې کې د ۱۳۹۲/۳/۳ ناستې پايلې وارزول شوې او د ټولو سکټوري ادارو مسؤلينو ته دنده وسپارل شوه، چې د هغه کميسون کاري پلان په خپلو کاري پروګرامونو کې ونیسي، چې په ۲۰۱۳- ۲۰۱۵ کلونو کې تر سره کېږي. او مياشتينی راپور يې د تخار ولايت د اقتصاد رياست ته واستوي.  د تخار د اقتصاد ولایت به دا راپورونو یوځآی کوي او د کميسون راتلونکې ناستې کې چې د تاجکستان په خطلان ولایت کې تر سره کېږي، وړاندې کوي.

د تخار بين المرزي اقتصادي او ټولنيز کميسون په عادي توګه هرو درې مياشتو او د اړتيا په وخت کې د تاجکستان د خطلان ولايت سره فوق العاده  ګډې غونډې جوړوي.

ددې کميسون د جوړېدو څخه موخه د دواړو ولايتونو تر منځ د بين المرزي ستونزو له منځ وړل او همدا ډول د بين المرزي ګډو پروژو په برخه کې همکاري او مرسته کول دي.

ددې بين المرزي کميسون په ناستو کې ددواړو ولايتونو د دولتي مسؤلينو تر څنګ د نړېوالو مؤسسو مسؤلين هم د څارونکو په توګه برخه اخلي خپلې تجربې شريکوي.