د بلخ اتاق د دولت له خوا د مِيلک بندر له لارې د بې کيفیته تیلو وارېدل غير قانوني بولي

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د يوه خبري ناستې له لارې چې د روان ۱۳۹۲ کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د کنفرانسونو په سالون کې جوړه شوې وه، د دولت له خوا د ميلک بندر له لارې د بې کفيته تيلو واردېدل غير قانوني وبلل.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي غړي حاجي خيرالدين مايل، د بلخ اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلي آرش يونسي، خدماتي مرستيال شاغلي امين الله تخاري او د بلخ د اتاق د مديره پلاوي د دارالانشا رئيس ښاغلي انجينر شيراحمد سپاهي، د رحيم ګرديزي شرکت استازي او همدا ډول د يو شمېر شرکتونو او د ساختماني موادو او تيلو واردوونکو استازو په کې برخه اخيستې وه.

ښاغلي يونسي ددې کنفرانس موخه دوه موضوعات وبلل:

اول: د دولت له خوا د ميلک بندر له لارې يو ځل بيا د بې کفيته تيلو واردېدل يو غير قانوني پرېکړه وه او د ټولو هېوادوالو په زيان ده.  ځکه په دې بندر کې د نورم او سټنډرډ هېڅ اداره نشته، ددې تيلو واردېدل او ترې ګټه اخيستل ټولو ماشينونو او فابريکو او نقليه وسايطو ته د تخنيکي او اقتصادي پلوه زيان رسوي او همدا ډول د چاپيريال ساتنې د قانون خلاف  او د ناروغيو د رامنځته کېدو سبب کېږي.دا په داسې حال کې ده، هغه سوداګر چې د حیرتان بندر له لارې تيل واردوي سل په سلو کې محصول ورکوي او د هغه تيلو سره چې بازار ته بې کيفيته واردېږي په هيڅ ډول رقابت نه شي کولی او سخت زیانمنېږي. له دې کبله موږ شخصاً د جمهور رئیس حامد کرزي څخه غوښتنه کوو چې ددې ډول کړنو مخه ونيسي. له دې پرته که دولت تر لسو ورځو پورې ددې کار مخه ونه نيسي او د بې کيفيته تيلو د توريد مخه ونه نيسي،   زموږ سوداګر به د تيلو د توريد څخه ډډه وکړي.

دوهمه موضوع د ودانيزو توکو لکه د ګول سيخ او لرګيو د صادراتو په اړه ده چې د بلخ ولايت څخه کابل ته صادرېږي. بايد وویل شي چې د کابل د سيار ګمرک له خوا زموږ سوداګرپه عذابېږي، د ګمرکونو د قانون خلاف چلند ور سره کېږي او نورو توکو ته چې د نورو ولايتونو کابل ته واردېږي هېڅ خنډ نه وي او د قانون له پلي کولو پرته ورته کابل ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي چې په دې کار سره د شمال سوداګرو ته سخته ضربه رسېږي.

ښاغلي يونسي زياته کړه، دا موضوع مو د ماليې محترم وزير سره چې کله بلخ ته راغلی و، مطرح کړې نوموړي د ستونزې د حليدا ژمنه کړې مګر له بده مرغه تر اوسه ددې ستونزو د حليدا په برخه کې کوم عملي ګام نه دی تر سترګو شوی.

د بشير نويد شرکت رئيس او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي غړي ښاغلي حاجي خيرالدين مايل د ښاغلي يونسي د خبرو د تائيد تر څنګ وویل: ((  زموږ د سوداګرو ستونزې ډېرې زياتې دي. د بېلګې په توګه د کابل ګمرک د کنټرول په نوم زياتې ستونزې را ولاړې کړي. په دې نوم چې ګويا سوداګريز توکي په قانوني معيار نه دي بار شوي نقليه وسايد دروي. او د پيسو غوښتنه کوي، که پيسې دې ورکړې اجازه درکوي او که نه نو د وخت د ضايع او د زياتو ستونزو د را ولاړېدو سبب کېږي چې موږ له دولت نه غوښتنه کوو څو زموږ ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.))

د حیرتان ښار د تيل پلورونکو داتحاديې رئيس شاغلي محمد نعيم صافي يادونه وکړه: (( هغه تيل چې د اسلام قلعه بندر له لارې واردېږي ډيری يې بې کيفيته وي او د نورو او سټنډرډ ادارې له رئيس څخه جدي غوښتنه کوو چې ددې تيلو مخه ونيسي چې نږدې ۳۰ سلنه يې د خارو تيل دي. ځکه زموږو خلکو په دې وروستيو کې اقتصادي ضربه کتلې. او همدا ډول بايد وويل شي چې په دې وروستیو کې زموږ د سوداګرو څو د تيلو ټانکرونه د کابل- پروان او بغلان په لارو کې د نامعلومه کسانو له خوا تښتول کېږي، له تيلو خالي کېږي او بيا خالي ټانکرونه له سړک لرې پرېږدي. له دولته په جدي توګه غوښتنه کوو چې د لويو لارو د امنيت په ټينګولو کې پاملرنه وکړي.))

تيل پلورونکو داتحاديې مرستيال ښاغلي فيروز صدري وويل: (( زموږ سوداګرو ته يو ټن تيل۱۲۹۰ دالر تمامېږي، په داسې حال کې چې بې کيفيته تيل که واردېږي په ۱۲۰۰ ډالر پلورل کېږي چې د نورو تيلو سره مخلوط يې په خلکو پلوري او ځنې وختونه همدا بې کيفيته تيل په هرات کې په ۹۰۰ افغانس پلورل کېږي .  په دې حالت کې موږ په بازار کې رقابت نه شو کولی او سخت زیان راته رسېږي. که ددې بې نظميو مخه ونه نیول شي د شمال سوداګر به سخته زيانمن شي او موږ ناچاره يوو چې خپلې سوداګرۍ ودروو. دا ستونزې بايد په مرکز کې د دولتي چارواکو له خوا حل شي.