د حيرتان ښار، د بندري خدماتو ادارې او دې ولايت د ګمرک د رئيسانو سره د بلخ د اتاق د مديره پلاوي کتنه

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي رئيس د روان ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۱۱مه نېټه ددې ولايت د حيرتان ښار، د بلخ ګمرک، د حيرتان د بندري خدماتو ادارې د رئيسانو او د نفتي توکو او ودانيزو چارو د۵۰ تنه سوداګرو سره د حيرتان ښار د بندري خدماتو د ادارې د کنفرانسونو په سالون کې وکتل.

دا ناسته په دې ولايت کې د موجودو ستونزو لکه، د نفتي توکو د محصول لوړوالی، د نایب اباد په ۴پورټ کې د تخليې او بارګيرۍ په نومونود پيسو اخيستل او د سوداګرو د ټولو ستونزو د حلاوي په موخه جوړه شوې وه.

دحيرتان ښار د ادارې رئيس ښاغلي قاضي نجيب الله مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، تمه وښوده چې د یو بل سره په همغږۍ وکولی شي موجودې ستونزې حل او حل لارې ورته پيدا کړي.

د بلخ ولايت دسوداګريزې ټولنې په استازيتوب ښاغلي آرش يونسي، يو شمېر ستونزو لکه د نفتي توکو د محصول لوړوالي ته چې د افغانستان د سوداګريزې ټولنې سره له مشورې پرته يې پرېکړه شوې، د سوداګرو او د نفتي توکو د واردوونکو د زيانمنېدو سبب وګڼله. او همدا ډول يې د حیرتان بندر له لارې د نفتي توکو د وادراتو د کمېدو سبب هم وګڼله.

د ښاغلي يونسي په خبره: (( دا پرېکړه په پای کې خلک د نفتي توکو د کمښت سره  مخ کوي چې د خلکو ورته سخته اړتيا ده او دولتي عوايد يې هم د حیرتان په بندر کې کم کړي دي چې د ماليې وزارت بايد دا پرېکړه په خپل سر د اقتصادي کمیسون سره له مشورې پرته چې اتاق يې هم غړیتوب لری نه وی نیولی.))

هغه همدا ډول د نایب اباد به ۴پورټ کې د ملي سوداګرو څخه د تخليې او بارګيرۍ په نوم د حیرتان بندر د بندري خدماتو د ادارې له خوا د ټکس اخيستلو خبره هم یاده کړه، په داسې حال کې چې دا اداره  په دې پورټ کې هيڅ ډول بندري چوپړتياوې نه تر سره کوي چې ملي سوداګر له دې پلوه سخت اندېښمن دي. دا کار کولی شي په هېواد کې د اقتصاي فعاليتون د ودې او پرمختګ مه ډب کړي.

یو تن ملي سوداګر او د بصير وليد شرکت رئيس ښاغلي الحاج سيد اسرار آغا دښاغلي یونسی د خبرو د تاييد  تر څنګ وويل: (( د نایب اباد په ۴پورټ کې هیڅ ګودام نشته، له دې کبله د کومو خدماتو له اړخه د حيرتان د بندري خدماتو اداره په دې بندر کې پيسې اخلي چې د تخليې او بارګيري په نوم باید وانه خیستل شي.))

ورپسې د نفتي توکو واردوونکي يو تن سوداګر شاغلي حاجي مومن شا  د نفتي توکو د ګمرکي محصول لوړوالی غيرعادلانه وباله  او هغه يې سوداګرو او واردوونکو ته لويه ضربه وبلله.

د بلخ اتاق د دارالانشا رئيس ښاغلي شيراحمد سپاهي زاده، د هېواد په کچه د يو شمېر موضوعاتو له هغې جملې د ګمرکي قوانينو يو ډول نه پلي کېدل د سوداګريزې ټولنې د سترې اندېښنې په توګه یاد کړل چې کولی شي د هېواد سوداګرۍ د بهير په برخه کې اداري فساد ته زمينه برابره کړي.