د کابل په بني حصار کې د سبزيو نوی مارکيټ پرانستل شو

د کابل د سويلي دروازې په بني حصار کې  د سبزيجاتو لوی مارکيټ   د روان ۱۳۹۲ کال د غوايي د مياشتې به ۳۰مه نېټه په رسمی توګه پرانستل شو او په فعاليت يې پيل وکړ. ددې مارکيټ په پرانستونکي محفل کې د اتاق دمديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، يو شمېر سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او د سهاک، شيوکيو او بني حصار سيمو لسګونه مشرانو په کې برخه اخيستې وه.

دې مارکيټ خپل فعاليت له شپيتو هټيو پيل کړ او ټاکل شوې چې شمېر يې ژر تر ژره په ۱۲۰  هټيو ته پورته شي.

ښاغلي الکوزي ددې مار کيټ پرانسته يوه ښه کار وباله چې د سيمې د خلکو لپاره د کارځای پيدا کولو تر څنګ د سیمې د کرنيزو محصولاتو د پلور لپاره هم يو ښه فرصت ګڼل کېږي. او همدا ډول د هېواد د سويلي سیمو د تازه مېوې او سبزيجاتو لپاره ښه بازار ثابتېدلی شي.

ښاغلي الکوزي ددې مارکيټ د ګټو په اړه وویل: (( پخوا به ددې سيمې خلکو خپل کرنيز محصولات او سبزيجات په مشکل سره او په ډېرو لومړنيو وسایلو سره دښار دننه مارکيټ ته لېږدول. ددې مارکيټ په فعالیدو سره ننه يواځې دا چې ددې سيمو محصولات  بلکې د ټولو سيمو وارداتي محصولات به دلته بسته بندي کېږي او په ښه شکل سره به بازار ته وړاندې کېږي.

نوموړي د کابل ښار په نورو دروازو کې هم د ورته مارکيټونو د جوړولو يادونه وکړه  چې ټاکل شوې د اتاق  او کابل ښاروالۍ په همکارۍ  به د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي، چې په دې ماريکټونو کې به کرنيز محصولا او تازه مېوې د هېواد له ټولو ولايتونو راځي او پلورل کېږي به.

د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د کرنې وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه چې پّ دې برخه کې د هېواد کروندګرو سره مرسته وکړي. نوموړي په ځانګړې توګه د  ښار په دروازو کې د يخ خونو جوړولو غوښتنه وکړه چې د بزګرو کرنيز محصولات وکولی شي تر څو مياشتو خوندي وساتي او په مناسب وخت کې يې بازار ته وړاندې کړي. ښاغلي الکوزي همدا ډول د يوه کرنيز بانک  جوړول هم يوه اړتيا وبلله چې وکولی شي بزګرو ته پورونه ورکړي..

ښاغلي الکوزي د ښارونو په دروازو کې د غیر عادلانه اخيستنو په اړه هم نيوکه وکړه د هغه په خبره د ليړو ګانو د يوه موټر څخه چې د ميرانشاه او خوست  ولايتونو څخه کابل ته راځي د ښار تر دروازې پورې ۲۹ ځايه پيسې اخيستل کېږي او په همدې شکل يې د هېواد په ګمرکونو کې د هندواڼو د یوه موټر څخه د ۹۵۰۰۰ زره افغانيو محصول اخيستل غير عادلانه وګڼل.

د کابل ښار په دروازو کې د لويو مارکيټونو جوړول يوه ښه طرحه وه چې د عملي کېدو په صورت کې به يې په لويو ښارونو کې خلک د ستونزو څخه خلاص شي. دا کار له يوې خوا د ټرافیکي پيښو او په کابل ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمېدو او له له بله پلوه د کروندګرو او پلورونکو لپاره نورې ډېرې اسانتياوې رامنځته کولی شي.  .