د اسلام قلعه په پوله د نفتي توکو ازميښتي لابراتوار پرانستل شو

د ( نفتي توکو  د ازميښت لابراتوار د جوړولو او فعاليت) پروژه د روان ۱۳۹۲ کال د چنګاښ د مياشتې په ۲مه نېټه رسماً به اسلام قلعه بندر کې پرانستل شوه.

دا لابراتوار د جيوکم ميډل ايسټ هندي شرکت  له خوا د شپږ مليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی  او د ملي سټنډرډ ادارې مسؤلينو ته سپارل شوی دی.

د ملي سټنډرد ادارې عمومي رئيس پوپلزی پوپل وايي، ددې تړون له مخې هندي شرکت ددې ادارې تخنيکي کارکوونکو ته د نفتي توکو د ازموينې په برخه کې زده کړې ورکوي.

ددې پروژې د پرانستې په غونډه کې د هرات ولايت مرستيال ښاغلي اصيل الدين جامي وويل چې د اسلام قلعه بندر د بېلابېلو توکو د وارداتو له کبله په هېواد کې يو مهم بندر دی چې ددې بندر له لارې د وارداتي توکو د کنټرول په موخه يوې ادارې ته اړتيا ده چې په دقيقه توګه ددې موادو کنټرول وکړي.

سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال ښاغلي مجيب الرحمن خطير وايي، ددې ادارې مسؤلين هڅه کوي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خپل تخنيکي او بشري منابع پراخه کړي چې له لارې يې د ټولو وارداتي توکو کيفيت کنټرول شي.

د نفتي توکو ازميښتي لابراتوارونو پروژې په داسې حال کې د هېواد په مهمو بندرونو له دې جملې اسلام قلعه، تورغونډي او نيمروز کې فعاليږي چې هېوادوال د وارداتي توکو له بې کيفيتۍ سر ټکوي.