د خوست والي ته د اتاق د عالي نښان ورکول

اتاق د يوې ځانګړې ناستې له لارې د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ته د دې ولايت د خصوصي سکټور سره د ښه همکاريو له کبله د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق عالي نښان ورکړ.

په هغه ناسته کې چې په همدې موخه د روان ۱۳۹۲ کال د غوايي د مياشتې په ۲۴مه نېټه د خوست ولايت په تالار کې جوړه شوې وه، د خوست د  اتاق مشرتابه پلاوي، د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي، د خوست پوهنتون رئيس ښاغلي محمد رسول باوري،  د پامير خصوصي پوهنتون رئيس ښاغلي سيدکريم شاه نيکمل، د خوست د ولايتي شورا رئيس ښاغلي سيدکريم شاه خاکسار، د باختر بانک رئيس او ډېر شمير دولتي او د خصوصي سکټور چارواکو په کې برخه اخيستې وه.

ښاغلي ميراحمدالله ستانکزي د اتاق د ځانګړي استازي په توګه د خوست د اتاق سره ددې ولايت د والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د همکارۍ د ستاينې تر څنګ نوموړي ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق عالي نښان هم ډالۍ کړ.

د خوست د اتاق د عامل پلاوي مدير ښاغلي نواب اميرزي ددې  ولايت د ودانۍ جوړولو په برخه کې  په تير کال کې د دې اتاق د لاسته راوړونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ور پسې د خوست والي، د خوست د اتاق نوې ودانۍ جوړول  د اتاق د فعاليتونو  د ودې او پراختيا په برخه کې يو مهم ګام وباله او د خوست د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق سره د همکارۍ د حسن نيت له کبله  يې دې اتاق ته يو تلويزيون، يوه المارۍ، يوه چوکۍ، يو دفتري ميز او يوه تخته غالۍ د ډالۍ په توګه ورکړل.

همدا ډول د ښه سکټوري خدمتونو له کبله د خوست د والي له خوا هر يو د اتاق استازي ښاغلي میراحمدالله ستانکزي، د خوست اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلي حاجي شهباز ګربز، د خوست د ښاروالۍ انجينير، د پامير پوهنتون رئيس ښاغلي سيد کريم شاه نيکمل، د خوست اتاق د دارالانشاء رئيس ښاغلي بسم الله انوري، د باختربانک رئيس، د کليد راډيو مسؤل او د خوست اتاق مالي او ادارۍ مدير ښاغلي فيض آقا يوسفزي ته ستاينليکونه ورکول شول.