د ځوانو سوداګرو د ټولنې دوهمه ناسته تر سره شوه

د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په نوښت د ځوانو سوداګرو ټولنې دوهمه ناسته د  USAID د يوې څانګې د ټافا پروژې په همکارې  د روان ۱۳۹۲ کال د وري د مياشتې په ۱۱مه نېټه د اتاق په تالار کې د کابل اتاق د مديره پلاوي د رئيس ښاغلي مايل خيرخواه  او دکابل اتاق د نړيوالو اړيکو رئيس ښاغلي فهيم هاشمي، د ټافا پروژې استازو او له ۵۰ تنو زياتو ځوانو سوداګرو په ګډون   چې ډيری هغه يې د سوداګريزو او صنعتي اتحاديو استازيتوب کوي  تر سره شوه.

د کابل اتاق د عامل پلاوي مدير ښاغلي رحيم الله حميد ددې ناستې موخې په لاندې ډول بيان کړې:

1-      ددې ټولنې په اړه د ځوانو سوداګرو  نظر اخيستنه، په پراختيا او وده کې يې د ځوانانو ونډه او  د هېواد د ځوانانو لپاره په راتلونکي کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ټولنې راتلونکي فعاليتونه.

2-       د ځوانانو د هغه ستونزو او خنډونو وړاندې کول او پيدا کول چې د دوی سوداګريز او نور فعاليتونه ور سره مخ دي.

3-  په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ځوانو سوداګرو د ګټورو نظرونو او طرحو څخه د دولتي او نادولتي مؤسسو ملاتړ او ور سره همکاري کول،

4-  د ځوانو سوداګرو ستونزو او نيکو ته د اړوندو مسؤلينو رسيدنه ، البته چې ددوی پاملرنه او همکاري د ځوانانو د ستونزو د له منځه وړو او هڅونې سبب شي او په پای کې په هېواد کې د ټيکاو او اشتغال د پيدا کېدو سبب شي.

5-  په دې ټولنه کې د ځوانو سوداګرو د پياوړتيا او پرمختګ په موخه د دولتي مسؤلينو، نړيوالو مؤسسو او مدني ټولنې رول.

وروسته د کابل اتاق د مديره پلاوي غړي او نړېوالو اړيکو  رئيس ښاغلي فهيم هاشمي چې خپله ځوان او ملي سوداګر دی په خپلو خبرو په دې ناسته کې د ځوانانو رول وستايه : ((  ځوانان د هېواد لويه او پياوړې کتله  او ځواک دی. دوی کولی شي په خپل لوی همت سره د ټولنيزو او اقتصادي چارو په تر سره کولو کې لوی لاس ولري، ځوانان کولی شي په هېواد کې د فساد مخه ونيسي، اوس د پانګونې وده دهمدې ځوانانو په لاس کې ده چې  د وطن لپاره روښانه راتلونکی وټاکي.))

ورپسې د ټافا پروژې استازو د سوداګرۍ د ښه کېدا په اړه، په ځانګړې توګه د تازه مېوې، وچې ميوې، د صادراتو د بڼې، بسته بندۍ او د دې محصولاتو د بنسته بندۍ د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته يو پريزنټيشن وړاندې کړ چې ددې ناستېې په پای کې ګډونوالو د وړاندې شوو معلوماتو خوښي څرګنده کړه.

د يادلو ده چې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په هېواد کې د ځوانو سوداګرو د ټولنې نوښتګر دی چې د ټافا پروژې له خوا يې ملاتړ کېږي.