کابل اتاق د هېواد فوټبالران وستايل

د هېواد ملي فوټبالران چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته ښې لاسته راوړنې درلودې، د ۱۳۹۲ کال د وري د مياشتې په ۷مه نېټه د اطلاعات او  کلتور وزارت  د رسنيو په نړېوال تارلار کې د ( ځوانانو مدني ټولنې) له خوا د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د رياست په مالي همکارۍ وستايل.

په دې ناسته کې چې د فوټبال د ملي ټيم د غړو په ګډون، په ملي شورا کې د خلکو يو شمير استازو، د فوټبال د ملي فډريشن مسؤلينو، د کابل د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوي مدير، علمي او فرهنګي شخصيتونو او يو شمېر ځوانانو په کې ګډون  کړی و. په غونډه کې په دې ټينګار وشو چې ځوانانو ته بايد ډېره پاملرنه وشي  ځکه د ټولنې لويه برخه ده  او همدا ډول د افغان فوټبالرانو لاسته راوړنې د هېواد د پرمختګ په برخه کې  اغېزمنې وګڼل شوې.

د کابل اتاق د عامل پلاوي مدير رحيم الله حميد په خپلو خبرو کې د لوبغاړو  رول ته نغوته وکړه او ددوی لاسته راوړنې يې داسې وستايلې: (( زه د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق  او د کابل ولايت د سوداګرو په استازيتوب د هېواد د فوټبال د ملي ټيم د لاسته راوړنو د ستاينې تر څنګ  د افغان ملت لپاره دا يو ښيګڼه ګڼم او د المپيک د محترمو مسؤلينو او په ځانګړې توګه د فوټبال د فډريشن  څخه مننه کوم او په کار ده چې د افغان ځوانانو څخه هم چې شپه ورځ يې هڅې وکړې او نړيوالو ته يې افغاني شهامت ښکاره کړ مننه  وکړم.  او اتلان يې وبولم.))

د ښاغلي حميد په خبره د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق نه يواځې دا چې د خصوصي پانګوالو ملاتړ کوي بلکه د لوبو د ودې او د ځوانان د پرمختګ لپاره هم کارونه تر سره کوي چې د کابل اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلی حاجي مايل خيرخواه په خپلو شخصي پيسو د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټبال يو ميدان جوړ کړی چې د خيرخواه ګروپ د کارکوونکو سربېره نور هېوادوال هم کولی شي ګټه ترې واخلي.

په دې ناسته کې د ځوانانو د مدني ټولنې رئيس ښاغلی فدايي د افغان ځوانانو څخه مننه وکړه او همدا ډول يې د کابل  اتاق له خوا ددې پروګرام د مالي همکارۍ ستاينه هم وکړه.

ددې غونډې په پای کې  د افغانستان د فوټبال ملي ټيم غړو ته د غونډې د لوړ پوړه مېلمنو له خوا د کابل اتاق له خوا جوړ شوي ستاينليکونه وويشل شول.