په غزني کې د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

په غزني کې د ۳۰ تنو څخه د زياتو صنعتګرو ميرمنو په ګډون د ښځينه لاسي صنايعو نندارتو د ۱۳۹۱ کال د کب د مياشنې په ۲۷مه نېټه ددوه ورځو لپاره ددې ولايت د پي آرټي په دفتر کې جوړ شو.

دا نندارتون د غزني د اتاق د مديره پلاوي او د دې ولايت د غاليو اوډونکو ښځو د بنسټ د رئيسې د هڅو او د دې ولايت د پي آر ټي د چارواکو سره د  دوه ناستو په پايله کې جوړ شوی و.

هغه لاسي صنايع چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي و، د پي آر ټي د ځواکونو د پام وړ وګرځيدل او يوه اندازه يې وپلورل شو. ددې نندارتون زياته مينه او پيرودونکي هالندي ځواکونه و چې ددې ځواکونو له خوا د ۲۵۰۰ څخه د زياتو ډالرو په ارزښت توکي وپيرودل شول.

ددې ډول نندارتونونو جوړول په دې ولايت کې د لاسي صنايعو د پيژندګلوي او د کورنيو د اقتصاد په برخه کې ښه اغيز لرلی شي.