د ځوانو سوداګرو دټولنې په موخه لومړۍ ناسته وشوه

د ځوانو سوداګرو د ټولنې لومړۍ ناسته د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او د ټافا د پروژې په همکارۍ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د کنفرانسونو په سالونکې د روان کال د کب د مياشتې په اومه نيټه د دوشنبې په ورځ تر سره شوه.

په دې ناسته کې چې څلويښت تنو نارينه او ښځينه ځوانو پانګوالو برخه احيستې وه، په سوداګرۍ کې د ځوانو پانګوالو په ونډه خبرې وشو او  توضيحاتو تر څنګ هڅه وشوه چې ځوانان د هېواد په اقتصادي وده کې فعاله ونډه واخلي. صادرات دود او توليداتو ته  وده ورکړي.

د کابل د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي مدير رحيم الله حميد د هېواد په اقتصادي پراختيا کې د خصوصي پانګونو په ځانګړې توګه د ځوانانو د ونډه يادونه وکړه او ددې ناستې د جوړېدو موخې يې په لاندې ډول بيان کړې:

1-      د هېواد په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د ځوانانو د ونډې لپاره تشويقول،

2-       د سوداګرۍ د بهير ښه کېدا او د نويو سوداګرو لپاره د اسانتياو برابرول او د نويو سوداګرو او پانګونو په مخ کې د پرتو خنډونو لرې کول،

3-      د سوداګريزو صنفونو پياوړتيا او د نويو ځوانو سوداګرو په ځانګړې توګه د هغه کسانو څخه ددولت ملاتړ چې نوې يې پانګونې ته مخه کړې وي،

4-       د سوداګريزو چارو د پرمختګ او ارتقا په موخه د ځوانو سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حلاوي په موخه د خنډونو پيژندل او حل لارې يې،

5-       د هغه ځوانو سوداګرو لپاره چې لوړې سوداګريزې طرحې او نظريات ولري د دولتي، غیر دولتي او نړيوالو ډونرانو د ملاتړ را جلبول،

6-       د ټولنې د غړو تر منځ د يو بل سره همکاري او ملګرتيا.

ښاغلي حميد زياته کړه: (( د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د موخو په اساس به په دې فعاليتونو کې د د خصوصي سکټور وده او ملاتړ شامل شي. عامه پوهای هغه ځواناو ته ورکول کېږي چې يا په سوداګرۍ کې دخيل وي او يا هم غواړي په دې برخه کې فعاليت وکړي.))

ددې ناستې په اوږدوکې د هغه ستونزو او خنډونو په اړه هم د ناستې برخوالو خبرې اترې وکړې چې سوداګر او پانګوال ور سره مخامخ دي.

همدا ډول ددې ناستې د ګډونوالو د زيات پوهاوي په موخه د ټافا پروژې د استازي له خوا يو پريزنټيشن هم وړاندې شو.

ځوان پانګوال ددې ناستو له لارې، د سوداګرۍ د مثبتو اغيزو څخه خبرېږي، د سوداګرۍ په برخه کې په ځانګړې توګه د صادراتو په برخه کې خپلې اړتياوې ښکاره کوي او د بحث په اوږدو کې يې د ستونزو او مشکلاتو لپاره حل لارې لټول کېږي.

دا ټولنه به پرېکړه وکړي چې ټولنې ستونزې و ارزوي او په راتلونکو ناستو کې دولتي او اړوندو غير دولتي بنسټونه را وبلي او ددې ستونزو حل پيدا کړي.

دا ټولنه خپلو موخو ته د رسېدو په موخه څلويښت تنه  سوداګر ځوانان غوروي چې د راتلونکو پروګرامونو لپاره په مياشت کې يو ځل ناسته وکړي. په دې کار سره به ځوانانو ته دا زمينه برابره شي چې خپل نظرونو او اړتياوې د دولتي او غیر دولتي موسسو تصميم نيوونکو سره شريکي او همدا ډول يې نورو ځوانانو ته هم ښکاره کړي.